د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

حمدالله محب: وسله‌وال طالبان د واقعي سولې او پخلاینې نیت نه‌لري


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، وسله‌وال طالبان د واقعي سولې او پخلاینې نیت نه‌لري او د ده په خبره لا هم د ترورېستي ډلې په څېر فعالیت کوي.

حمد الله محب وايي، حکومت د سولې مذاکرو د بریا لپاره د طالبانو ټولې غوښتنې پر ځای کړي، خو طالبانو لا هم د ولس غوښتنې نه‌دي منلي.

ښاغلي محب پرون یکشنبه د هوايي ځواکونو په قول اردو کې د وینا پر مهال وویل، دولت د طالبانو ۵،۵۰۰ بندیان چې په هغوی کې مجرمین، قاچاق وړونکي او قاتلین شامل وو، خوشې کړل.

خو د ښاغلي محب په خبره وسله‌والو طالبانو نه‌یوازې خپلې جګړې کمې نه‌کړې، بلکې د سولې له مذاکرو سره سره‌یې د سولې لپاره غږ په جګړې ځواب کړ.

د افغانستان له هوايي قول اردو د حمد الله محب لیدنه
د افغانستان له هوايي قول اردو د حمد الله محب لیدنه

ښاغلی محب زیاتوي: ​"طالبانو د سولې دا غږ په جنګ باندې ځواب کړ. زموږ قهرمان امنیتي او دفاعي ځواکونه‌یې په نښه کړل. پر دوی یې حملې وکړې. په لار کې یې خلک له موټرو ښکته او بندیان‌یې کړل. غیر مشروع ګمرکونه‌یې ایجاد کړل، پر سړکونو راووتل او خلک‌یې وځورول. په ښارونو په ځانګړي ډول کابل کې یې هر هغه څوک چې دوی فکر کاوه یو غږ لري، په نښه او شهیدان کړل. له مذاکرو وروسته زموږ ټیم د سلا مشورو لپاره افغانستان ته راغی، دوی ثابته کړه چې د دوی کور او باداران چېرې دي، دوی خپلو بادارانو سره خبرو ته لاړل."

د ښاغلي محب اشاره تر درې میاشتنیو مذاکرو وروسته هغې ۲۰ ورځنۍ وقفې ته وه چې پر مهال‌یې د دولت مذاکراتي هیئت د نورو سلا مشورو لپاره افغانستان او د طالبانو هیئت چې ملا عبدالغني برادر یې مشري کوله پاکستان ته لاړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د طالبانو هیئت له پاکستاني چارواکو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو، پاکستان ته د افغانانو پر تګ راتګ، د بندیانو پر کړکېچ او تجارتي ستونزو خبرې کړې دي.

ارشیف، کابل کې چاودنه
ارشیف، کابل کې چاودنه

د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وايي په افغانستان کې پر ټولګټو پروژو د طالبانو د حملو دوام ثابته کړه چې دا یوه ترورېستي ډله ده او د سولې نیت نه‌لري.

له کله چې په قطر کې د سولې خبرې پیل شوي، ورسره په افغانستان کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوې.

که څه هم د جنورۍ له شپږمې د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلې قطر کې خبرې پیل کړي، خو تر اوسه د پام وړ نتیجه‌یې نه تر سترګو کېږي.

په وروستیو درېیو میاشتو کې د هدفي وژنو لړۍ هم زیاته شوې چې په نتیجه کې یې د فعالانو ترڅنګ، خبریالان، سیاستوال او دولتي مأمورین په نښه شوي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له شرق‌الاوسط ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، که طالبان غواړي د وروستیو بریدونو له مسؤلیته اوږې سپکې کړي، نو اوربند دې ومني.

XS
SM
MD
LG