د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د قریشي څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون: پاکستان باید طالبان اوربند ته وهڅوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او نورو غړو سره د لیدنې پر مهال.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او نورو غړو سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان په ګډون باید ټول نور نړیوال شریکان وسله‌وال طالبان اوربند، د تاوتریخوالي کمولو او دغه‌شان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.

د یاد وزارت اعلامیه کې راغلي چې په دې سره به د سولې خبرو او سیاسي هوکړې ته زمینه برابره شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي يي دي د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره شوې هوکړه وغځوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تلو ته داوم ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې وړاندې په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې حکومت‌يې هیله لري چې د امریکا نوی حکومت به افغانستان سولې د خبرو بهیر او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو لړۍ روانه وساتي.

شاه محمود قریشي له الجزیرې ټلوېزیون سره په دې مرکه کې ویلي وو چې امریکا باید وضعیت درک کړي او د شا تک پر ځای هغه څه روان وساتي چې پیل شوي دي.

ښاغلي قریشي په دې مرکه کې دغه‌شان ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وضعیت لا خرابولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې افغان حکومت لږ تر لږه د شپږ زره طالب بندیانو په خوشې کولو د اوربند د ټينګښت او د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره لازم اقدامات وکړل.

خو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، طالبانو نه‌یوازې دا چې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل ونه‌کړ، بلکې جنګ جګړې يې لا تېزې کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټينګار کړی چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې ټینګېدل سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پاکستان یوازنی هېواد یاد کړی چې له لوېديځ نه طالبانو ته د امتیاز غوښتنه کوي.

ښاغلي صالح تېره ورځ د سهار د شپږ نیمو بجو په غونډه کې د شاه محمود قریشي څرګندونو ته په اشارې ویلي، په داسې حال کې چې د نړۍ زیات شمېر هېوادونه د دوحې په هوکړه کې طالبانو ته ورکړل شوی امتیاز زیات او غیر اړین ګڼي، خو یوازې یو هېواد دی چې په دې اړه اندېښنه لري.

د ښاغلي صالح د فتر د رسنیو مسؤل رضوان مراد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د طالب لپاره د پاکستان امتیاز غوښتنه کومه نوې خبره نه‌ده، خو که پاکستان په رښتیا هم په افغانستان کې د سولې پلویتوب کوي، نو باید طالبان سولې او اوربند ته وهڅوي، ځکه دا نه‌یوازې د افغانانو، بلکې د نړیوالو غوښتنه هم ده."

اخوا په قطر کې لا هم د سولې په دوهم پړاو بین‌الافغاني خبرو کې ښکاره پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

حفیظ منصور
حفیظ منصور

په دوحه کې د افغان مذاکراتي پلاوي یوه غړي حفيظ منصور ازادي راډيو ته وویل: "نن ۱۱مه ورځ ده چې موږ ناستې او خبرې نه‌دي کړي، هېڅ معلومه نه‌ده چې طالبان څه وايي او څه غواړي، دا لا نه‌ده ښکاره."

طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تېره ورځ د دوی د قطر د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي وو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون باید په دوه اړخیزه توګه عملي شي.

نوموړي دا هم ویلي چې دغه ډله له امریکا سره په خپلو ژمنو ولاړه ده او باید مقابل لوری هم په خپلو ژمنو ودرېږي.

XS
SM
MD
LG