د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

غني: د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې ډېرى ګونګې برخې وضاحت ته اړتیا لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل پوهنتون کې د وينا پر مهال. 13 01 2020
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل پوهنتون کې د وينا پر مهال. 13 01 2020

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې زیاتې برخې ګونګې دي، چې نور وضاحت ته اړتیا لري.

د افغانستان ولسمشر د هغې موافقې ډېره برخه ګونګه وبلله، چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوې ده.

محمد اشرف غني د سولې جوړونې په اړه د خپلې وینا په یوه برخه کې چې تېره شپه له ملي ټلویزیون څخه خپره شوه وویل، په دې اړه یې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې کړې دي.

هغه وايي: "له طالبانو سره د امریکا موافقه سر تر پایه ابهامونه لري. ډاکټر صاحب خلیلزاد دې خدای لري ورته ومې ویل، کله چې ابهام راځي باید یو وضاحت ولري، خو هغه دا خبره ټینګه نیولې وه چې موږ له ټولې نړۍ سره ورباندې موافقه کړې ده. دا موافقه د سیاسي بهیر لومړۍ او کلیدي برخه ده."

د امریکا متحدو ایالتونو له طالبانو سره «افغانستان ته د سولې راوستلو» موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک کړه.

د دې موافقې له مخې د طالبانو تر ۵۰۰۰ زیات بندیان له بنده خوشې شول او د بین الافغاني خبرو پیل ته زمینه برابره شوه.

د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې وه.
د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې وه.

وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم پر دې موافقې انتقادونه کړي وو او ویلي یې وو: "د افغانستان حکومت د دې موافقې په وړاندې هېڅ حقوقي مسوولیت نه لري، ځکه چې یوازې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې ده."

طالبانو مخکې د امریکا له ټاکلي ولسمشر جو بایډن غوښتنه کړې وه، چې دغې موافقې ته ژمن پاتې شي.

د هغې موافقې له مخې طالبانو په لویو ښارونو کې د لویو حملو نه کولو ژمنه هم کړې وه، خو چارواکي وايي طالبانو پر دې ژمنه عمل نه دی کړی.

په وروستیو څه باندې دوو میاشتو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو او د تاوتریخوالي د نورو پېښو تر زیاتېدو وروسته پر طالبانو له دې موافقې د سرغړونې تورونه ولګول شول.

په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې وویل، طالبان باید د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي وژنو کمپاین چې مسوولیت یې هم نه‌مني، بند کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سني لګېت دا څرګندونې وروسته تر دې وکړې چې تر دې مخکې طالبانو امریکايي ځواکونه تورن کړل چې په ننګرهار، کندهار او هلمند کې یې پر طالبانو په بمبارۍ سره د واشنګټن او طالبانو له موافقې سرغړونه کړې ده.

د امریکايي ځواکونو ویاند لګېت د طالبانو دا ادعاوې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې امریکا به د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د افغان پوځیانو دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG