د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

"طالبان او القاعده په خپلو کې لا هم نږدې ملګرتیا پالي"


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
  • لانګ وار ژورنال

امریکایۍ لانګ وار ژورنال خپرونه د امریکا د خزانې وزارت په استناد وایي، القاعده د طالبانو د ملاتړ پر مټ پیاوړې کېږي، تر سرلیک لاندې په افغانستان کې د دواړو ډلو همکاري ته له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون له اړخه چې په کې طالبانو له دې شبکې سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه کړې، کتنه کړې ده.

خپرونه لیکي:

د ټرمپ ادارې له طالبانو سره شوی تړون د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا لپاره یو بریا بللی، خو د خزانې وزارت څیړونکو موندلې چې د طالبانو د دې ژمنې سره-سره چې له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو په اړه یې کړې، دواړه ډلې تر اوسه په خپلو کې نژدې ملګرتیا پالي.

لانګ وار ژورنال وړاندې لیکي: د خزانې وزارت په یوه وروستي راپور کې چې د امریکا د دفاع وزارت د ستر مفتش په سپارښتنه یې د القاعده او اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د غیرقانوني مالي سرچینو پر وړاندې د مبارزې په اړه خپور کړی، ویلي چې القاعده افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ پر مټ له دې ډلې سره یو ځای فعالیت مخته وړي او پیاوړې کېږي او زیاتوي، له طالبانو سره د القاعده اړیکې لا پیاوړي شوي ځکه چې سلاکاران او روزونکي یې ورسره یوځای شوي، طالبانو ته مشورې ورکوي، هغوی ته لارښونه کوي او مالي ملاتړ یې کوي.

لانګ وار ژورنال د دغه راپورپه استناد وړاندې لیکي چې تر اوسه د دې هېڅ ښکاره ثبوت نه لیدل کېږي چې طالبانو دې په افغانستان کې دننه له القاعده شبکې سره اړیکی شلولې وي او زیاتوي چې طالبان په دې اړه خپلو درواغو ته دوام ورکوي او ان په دې اړه چې ګواکې القاعده نوره په افغانستان کې هېڅ فعالیت نه لري، غلطې ادعاوې کوي.

د لانګ وار ژورنال په لیکنه، القاعده تر اوسه د افغانستان پاکستان ترمنځ له سرحدي سیمو د یوه امن ځای په توګه کار اخلي او دا کار د پاکستان د تحریک طالبان له ډلې سره چې د پاکستان امنیتي ځواکونه یې د حملو هدف دي، د اړیکو پرمټ ترسره کوي.

له طالبانو سره د امریکا په شوي تړون کې د واشنګټن یوه مهمه غوښتنه د القاعده په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په شلولو او دا چې بیا د افغانستان له خاورې پرمتحدو ایالتونو او متحدانو یې لکه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د تروریستي بریدونو په توګه کار وانه خیستل شي، راڅرخي.

  • اندېپېنډېنټ

بریتانوۍ فارسي ژبې انډیپنډېنټ ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر هغې غوښتنې ته پام اړولی چې له افغانستانه یې دې هېواد کې د زنداني پاکستانیانو د خوشې کېدو لپاره کړې ده.

د انډیپنډېنټ په لیکنه شاه محمود قریشي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په ټیلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د پاکستان هغه وګړي چې ترسره شوي جرمونه یې خفیف بلل شوي، د افغان ولسمشر د فرمان له مخې خوشې شي.

ولسمشر غني د یو شمېر پاکستانیو بندیانو د خوشې کېدو فرمان یوه ورځ مخ ته تردې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرکال د نوومبر په نولسمه له کابله لیدنه وکړي، ورکړی و چې د انډیپنډېنټ په لیکنه هدف یې د هغه له دولته د پاکستان د ملاتړ جلبول و.

تراوسه نه ده معلومه چې څومره پاکستانیان د افغانستان د حکومت په زندانونو کې دي؟

انډیپنډېنټ وړاندې ليکي:

پاکستان له طالبانو سره پراخې اړیکې لري او خبرو ته د دې ډلې د هڅولو په برخه کې دا هېواد مهم رول لوبوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل په څېر یو شمېر کسان د پاکستانیو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د دولت اقدام هغه هېواد ته یو ډول باج ورکول بولي.

د نبیل په وینا دغه اقدام دا معنی لري چې هم ترهګر ستاسو د وژلو لپاره درلیږو او هم به یې بېرته خوشې کوئ.

XS
SM
MD
LG