د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

واشنګټن پوسټ: بایډن دې د افغانستان په تړاو سخته او ژر پرېکړه وکړي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه لیکنه کې ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید د افغانستان په تړاو سخته پرېکړه وکړي او ژر یې وکړي.

په دې لیکنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرکال د فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکا او طالبانو د موافقې یادونه شوې چې پر اساس یې امریکايي پوځیان باید د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو اوس چې له افغانستانه د پاتې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو د وتلو وخت په رانژدې کېدو دی د اکثرو امریکايي چارواکو او شنونکو په شان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته هم په دې برخه کې پرېکړه مهمه او سخته ښکاره شوې ده، ځکه چې د دې ورځپاڼې پر اساس په موافقه کې ویل شوي و چې امریکا به په شااوخوا یو نیم کال کې خپل پوځیان له افغانستانه باسي، خو طالبان به د دې په مقابل کې له القاعده سره اړیکې شلوي او په افغانستان کې به تاوتریخوالی کموي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې طالبانو له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه په ځای کړې نه ده، خو ډېر افغانان او افغان چارواکي بیا وايي چې طالبانو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې له موافقې وروسته یې لا ډېر کړی دی.

طالبان بیا وايي چې تشدد یې لږ کړی او د پخوا په شان په لویو ښارونو کې لوی بریدونه نه کوي.

واشنګټن پوسټ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو موضوع له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپه جو بایډن ته په میراث پاتې شوې مسئله بولي او وايي چې بایډن له دې کبله له سختې پرېکړې سره مخامخ دی او دا په داسې حال کې ده چې پر دې پرېکړې فکر کولو ته ډېر وخت هم نه لري.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو امریکايي رسنیو ویلي وو چې بایډن تر افغانستان لا مهم کورني او نړیوال لومړیتوبونه لري، خو له دې کبله چې له افغانستانه د وروستیو امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه خورا نژدې ده، مجبور دی چې لومړی پر دې موضوع غور وکړي.

د امریکا دفاع وزیر او نورو چارواکو ویلي چې د قطر د موافقې له سره جاج اخلي.

  • فارن ریلېشن کونسل

د بهرنیو اړیکو شورا یا 'فارن ریلېشن کونسل' هم په خپله خپرونه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې په افغانستان کې د دېره ۲۵۰۰ سرتېرو ترڅنګ د ۶۳۴۶ امریکايي قراردادیانو یادونه هم شوې او ویل شوي چې افغانستان کې تر ټولو ډېر پوځیان په ۲۰۱۱ میلادي کې وو چې شمېر یې یولکو ته رسېد.

دې خپرونې هم ویلي چې طالبانو له امریکا سره د دوحې د موافقې ژمنې لکه له القاعده سره د اړیکو پرې کول، پر ښارونو بریدونه نه کول او تشدد کمول، نه دي رعایت کړي.

خپرونې دې پوښتنې ته چې جو بایډن کوم انتخابونه لري؟ درې ځوابونه لیکلي:

  • لومړی، ټول امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وباسي.
  • دوهم، د طالبانو له لوري د موافقې سرغړونه توجیه کړي او د امریکايي پوځیانو حضور ته تر نامعلومې نېټې پورې دوام ورکړي.
  • درېيم دا چې له طالبانو سره خبرې وکړي او د خپلو پوځیانو د حضور موده اوږده کړي.

خو وبه کتل شي چې د افغانستان د مطالعې ډله چې د پوځ متقاعده جنرال او پخوانی لوی درستیز جوزېف ډانفورډ یې مشري کوي د افغانستان په اړه څه وړاندیز کوي؟

XS
SM
MD
LG