د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د خبریالانو په هدفي وژنو د اروپايي ټولنې او د افغان رسنیزو فعالانو اندېښنې


په کابل کې یو شمېر خبریالان
په کابل کې یو شمېر خبریالان

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې کلنی راپور د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د ساتنې لپاره مهم بللی دی.

دې استازولۍ په یوه ټوېټ کې جمعه (د سلواغې ۱۷مه) ویلي چې د افغان خبریالانو او د بیان له ازادۍ باید کلکه ساتنه وشي.

په ټوېټ کې ډاډ ښودل شوی چې اروپايي ټولنه د افغانستان له رسنیزو بنسټونو سره مشارکت لري او د بیړنیو مالي مرستو او دفاع په مټ له هغوی سره همکاري کوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې کلنی راپور ښیي چې تېر ۲۰۲۰ کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې د وړم کال په نسبت ۲۶ فیصده زیاتوالی راغلی.

د افغان خبریالانو د دفاع کمېټې رییس عبدالمُعید هاشمي جمعه (د سلواغې ۱۷مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰۲۰ میلادي کال د افغان رسنیو لپاره د ده په خبره یو بد کال و.

دی وايي: "بدبختانه چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان د ژورنالېزم کورنۍ د ګڼو ستونزو او تلفاتو سره مخ شوه. ۱۳۲ د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه موږ سره ثبت شوي چې په هغه کې ۲۶ فیصده د تېر کال په نسبت زیاتوالی راغلی دی. اووه تنه ژورنالیستان شهیدان شوي دي. لس تنه ژورنالېستانو وهل ډبول خوړلي دي. ۴۷ ژورنالېستان تهدید شوي، ۲۸ خبریالانو سره بدچلند شوی، ۱۳ تنو خبریالانو سره د رسنیو د مالکانو له خوا ښه چلند نه دی شوی، ۷ تنه ژورنالېستان اختطاف شوي دي او له دوو ژورنالېستانو د کار په وخت توکي غلا شوي دي."

ښاغلي هاشمي وویل، ځینې افغان خبریالان له رواني ستونزو سره مخ شوي او لسو تنو یې وطن پرېښی دی.

د ۲۰۲۰ میلادي کال دوه وروستۍ میاشتې د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې یادې شوي. په دې موده کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په شمول پنځه افغان خبریالان په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

افغان خبریاله انیسه شهید وايي، ملي امنیت د دوی دفترونو ته خبر ورکړی چې ښځینه خبریالانې له خطر سره مخ دي او باید ډېر پام پرې وشي.

هغې د فرانسې له خبري اژانس 'اې.اېف.پي' سره خبرې کړي او ویلي یې دي ځکه ډېر خواشینې ده چې نه پوهیږي خبریالان د چا له خوا هدف ګرځول کېږي: "یوه غټه اندېښنه چې له موږ خبریالانو، مدني ټولنو او د وژل شوېو کسانو له کورنیو سره ده هغه دا ده چې موږ څوک وژني؟ ولې؟ طالبان مسوولیت نه مني. داعش هم مسوولیت نه مني. حکومت څه نه وایي. همدې خبرې موږ اندېښمن کړي یو."

اسوشیټېډ پرېس اژانس د یوې موسسې له کارکوونکي خان ولي کامران سره خبرې کړي.

کامران وایي، هدفي وژنو سخت اندېښمن کړی: "ټوله ورځ په ویره کې تېروو. واقعاً زموږ ژوند یې له تهدیدو سره مخ کړی دی. ما خپل فامیل د همدغو ستونزو په خاطر بل ځای ته لیږلی ځکه چې ما ویل دا زموږ تګ راتګ داسې وقفه یي شي."

د افغان خبریالانو، مدني فعالانو او حکومتي چارواکو هدفي وژنو افغانستان دننه او بهر ډېرې اندېښنې پورته کړي.

پوښتنه دا ده چې د همدغو هدفي وژنو تر شا د چا لاس دی؟

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز طالبان د دغو هدفي بریدونو مسوولین بولي: "ترهګریزې ډلې په تېره د طالبانو ډله په منظمو هدفونو سره د داسې یوه روایت د رامنځته کولو په لټه کې دي چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن راولي، خو دا چې په خپلو ټولو پروګرامونو نه بریالي کیږي، جلا بحث دی."

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز

طالبانو د هدفي وژنو تر شا د دې ډلې لاس لرل رد کړي دي. د ځینو پېښو په اړه بیا دې ډلې هېڅ تبصره نه ده کړې یا ان په ځینو پېښو خواشیني هم ښودلې ده.

افغان چارواکو، په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو او ګڼو لویدیځو ډپلوماټانو طالبان د هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودنو مسوولین بللي دي.

اټکل داسې و چې ۲۰۲۱ کال به لږ څه متفاوته وي خو د دغه کال پیل په غور کې د افغان خبریال بسم الله عادل په وژل کېدو وشو چې د خبریالانو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې.

XS
SM
MD
LG