د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

"تېر۲۰۲۰ د ۲۰۱۹ پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۶ سلنه زیات شوی"


په افغانستان کې وژل شوي خبریالان
په افغانستان کې وژل شوي خبریالان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل تازه راپور کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

دا راپور چې د پنج‌شنبې (د سلواغې ۱۶مه) په ورځ خپور شو په کې راغلي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲پېښې ثبت شوي چې په کې وهل ټکول، تښتول، ټپي کېدل، ګواښل او د غیر قانوني کړنو نورې برخې شاملې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، دا شمېرې د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صدیق‌الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۷ خبریالان وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیان، ۱۰ تنه وهل شوي او ۴۷ نور بیا په نورو ډولونو ګواښل شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صدیق‌الله توحیدي
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صدیق‌الله توحیدي

توحیدي زیاته کړه: "په دې کال کې ۷ تنه خبریالان د دندې پر مهال ووژل شول. ۴ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په نورو ډولونو وژل شوي. په ټوله کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوي دي. "

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په راپور کې، پر طالبانو او داعش ډلې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو ډېر مسوولیت ورتپل شوی او حکومتي مسوولان په دوهمه درجه کې راوستل شوي دي.

طالبان د دې راپور په اړه تازه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې د خبریالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي په پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

جلال اباد کې د وژل شوې خبریالې ملالې جنازه
جلال اباد کې د وژل شوې خبریالې ملالې جنازه

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم د ځان پر وړاندې د مخ پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښيي.

خبریال ظفر مومند وايي: "په وروستیو څو میاشتو د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه زیات شوي او موږ د دې شاهدان یوو چې د هېواد مخکښ خبریالان مو له لاسه ورکړل. دوی یا ترور شول او یا د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول. دا د ټولو خبریالانو لپاره اندېښمنونکې ده."

بله افغان خبریال دیبا اکبري بیا وايي: "د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېرو کلونو پرتله په ځلونو زیات شوی. دا ټکی د دې لامل شو چې په ډېر شمېر خبریالان افغانستان پرېږدي. زه هم د یوې خبریالې په توګه په دې اړه اندېښمنه یم. "

خو له دې ټولو سره-سره د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه له رسنیو او د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان حکومت له یوې قضیې پرته، د تېرو ۲۰ کلونو ډېرې قضیې حل کړي. همدا ډول دوه پېښې چې په وروستیو میاشتو کې شوي، نور په دې برخه کې ټولو ترهګریزو پېښو ته رسېدلي یوو. یو شمېر کسان مجازات شوي او بندیان دي، ځینې نور له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او ځینې نور بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي. "

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې داسې مهال زیاتېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر خبریالان د همدې ګواښونو له کبله مجبور شول، څو افغانستان پرېږدي.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

د ازادي راډیو خبریالان الیاس داعي د هغو خبریالانو له ډلې دی چې د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر په ۱۲مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې د مقناطیسي ماین د چاودنې په پایله کې ووژل شو.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغه قاتل یې نیولی، خو د یو شمېر نورو هغو خبریالانو د وژنې قضیې لا هم بې‌برخلیکه پرتې دي چې په همدې کال کې ترور شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG