د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

کونړ کې کمپاین؛ "خبریال مه وژنئ، وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ"


په کونړ کې د مدني فعالانو او خبریالانو کمپاین
په کونړ کې د مدني فعالانو او خبریالانو کمپاین

په کونړ ولایت کې خبریالانو، د رسنیو کار کوونکو او فرهنګیانو 'خبریال مه وژنئ، وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ' په نوم کمپاین پیل کړ .

خبریالان وايي، که له یوې خوا د ولسونو ستونزې د چارواکو تر غوږونو او دفترونو رسوي، بل لور ته غواړي د وينې په ورکړې سره د جګړې ټپیانو او د وينې د کمي لرونکو ناروغانو رنځ او درد راکم کړي.

په ختیځ کې د سلام وطندار راډیو خبریال امید دیدار وايي: "هغه ناروغان چې وينه کموي، خبریالانو هغوی ته وینه ورکړه، شعار دا و چې خبریالان مه وژنئ ،دوی نه یوازې دا چې د خلکو ستونزو حکومتونو سره شریکوي، د خلکو ژوند هم ژغورلی شي چې نننۍ هڅه يې د همدې لپاره وه."

د اطلاعاتو او کلتور رئیس جنت ګل فدا وايي، که څه هم اوسنیو شپو ورځو کې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي خپله د امنیتي ستونزو له امله د ګواښونو سره مخ دي خو بیا هم هڅه کوي چې نورو ته د وينې په ورکړې سره ژوند ورکړي.

ښاغلي فدا زیاته کړه: "هغه کسان چې د وینې کمبود سره مخ دي، هغوی ته وينه ورکړئ، دا جاریه صدقه ده."

د وینې د راټولونکې ډلې مشر ډاکټر نصیر ازادي راډیو ته وویل، دوی له تېرو دوو کالو څخه د وینې د کمي یا ټیلیسمیا ناروغانو ته په زرګونه سي سي وينه را ټوله کړې.

دی وايي: "موږ کونړ کې ۱۳۲ د وینې کمي لرونکي ماشومان لرو او دا ماشومان زموږ او ستاسي وينې ته اړتیا لري، موږ څه موده وړاندې د کرکټ په میدان کې له ځوانانو ۸۰۰۰ سي سي وینه راټوله کړه، بیا مو د فرصت مرکز کې دغه ډول پروګرام جوړ کړ چې هغه کې هم ۷۰۰۰ سي سي وینه راټوله شوې وه، تر اوسه مو ځان سره ۵۰۰ کسان ثبت کړي، د اړتیا په وخت کې وینه ورکوي."

په کونړ کې په داسې حال کې 'خبریال مه وژنئ، وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ' کمپاین ترسره کېږي چې تېرو نږدې درېیو میاشتو کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون شپږ تنه خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG