د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

هېواد: د افغانستان په اړه د پاکستان پالېسي نه‌بدلېدونکې ده!


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې د نا امنیو له امله له هېواده د یو شمېر خبریالانو وتلو ته اشاره کړې او د خبریالانو د ملاتړ په ټولنو يې هم نیوکې کړي چې لا تر اوسه نه‌دي توانېدلي د خبریالانو دوسیې وڅېړي.

ورځپاڼې ليکلي، د دې لپاره چې خبریالان په اسانۍ هدف ګرځي او بیا د پوښتنې څوک نه‌شته، نو ډېری يې اړ شوي چې هېواد پرېږدي او بهر ته ولاړ شي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې ۱،۶۰۰ قضیې ثبت شوي، خو په وینا یې له دې شمېر یوازې اته‌یې څېړل شوې دي.

وړاندې ټینګار شوی چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې امنیتي ګواښونه یو ترېخ حقیقت دی چې د مخنیوي لپاره‌یې باید جدي هڅې وشي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په هېواد کې د روانو نا امنیو په تړاو لیکلي چې د کابل اوسېدونکي له بده مرغه خپل سهار د مقناطیسي ماینونو په چاودنو او د ډزو په وژنو باندې پیلوي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، د پام وړ خبره دا ده چې د دغو هدفي وژنو مسؤلیت هېڅوک په غاړه نه‌اخلي.

ورځپاڼې لیکلي، دولتي کارکوونکي، د ژبې، قلم او فکر خاوندان، مدني فعالان، لیکوالان او ژورنالېستان، جید او معتدل دیني عالمان تر اوسه د دغو وژنو هدف ګرځېدلي دي.

لیکوال اندېښه ښودلې چې دغه وضعیت په ټولنه کې پراخه بې‌اطمیناني رامنځته کړې او لامل شوی چې زیات شمېر کدرونه هېواد پرېږدي او په بهر کې مېشت شي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم حکومت د دغو پېښو عاملین طالبان بولي، خو طالبان ترې انکار کوي او وايي په حکومت کې دننه د سولې مخالف اشخاص د دې وژنو تر شا لاس لري.

ورځپاڼې په حکومت غږ کړی چې د دغو وژنو مخه ونيسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغانستان په اړه د پاکستان پالېسۍ په اړه لیکلي چې د دغه هېواد پالېسي نه‌بدلېدونکې ده!

د لیکوال په وینا، پاکستان تر هغه څه د ډېرو په لټه کې دی چې يو شمېر خلک‌يې په افغانستان کې د دغه هېواد د ونډې په نوم يادوي.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نویو څرګندونو ته اشاره کړې چې د امريکا له نوي ولسمشر څخه‌يې غوښتي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لړۍ چټکه کړي او له طالبانو سره د سولې په نوم تړون ته ژمن پاتې شي.

د لیکوال په وینا پاکستان دې ته وارخطا دی چې د دوحې په هوکړه کې د طالبانو امتياز له لاسه ولاړ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG