د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

افغانستان

هایکو ماس: افغانستان دې د جرمني پوځیانو ماموریت وغځیږي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وړاندیز وکړچې په افغانستان کې د جرمني پوځيانو ماموریت چې په مارچ میاشت کې یې موده پای ته رسېږي، تمدید شي.

د هایکو ماس دا خبره د فونکي میډیا ګروپ ورځپاڼو نن خپره کړې ده.

جرمني په افغانستان کې شااوخوا یو زر درې سوه سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د هایکو ماس دا وړاندیز باید د جرمني پارلمان تصویب کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په پاکستان کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسیدو موده د جون میاشتې تر دېرشمې تمدید شوه.

دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ نن د مرکزي کابینې په غونډه کې وشوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نژدې درې میلیونه او اوو لکو ته رسیږي.

د پاکستان حکومت پروسږکال د اکتوبر په میاشت کې له خپلې خاورې د هغو افغانانو د ایستلو پریکړه اعلان کړه چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

دا لړۍ چې په ژمي کې لږ ورو شوې وه لاهم روانه ده.

اروپايي ټولنې له "آی‌او‌ایم" سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت موافقه لاسلیک کړه

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

اروپايي ټولنې د کډوالۍ له نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت یوه موافقه لاسلیک کړه چې هدف یې افغان کډوالو او کوربه ټولنو ته د اساسي خدماتو برابرول او د اقتصادي فرصتونو زیاتول دي.

دغې ټولنې نن په یوه اعلامیه کې چې ازادۍ راډیو ته یې هم رالېږلې لیکلي چې د مرستې په دغه پروګرام کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو اړتیاوې لومړیتوب لري.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې څه باندې یو نیم میلیون افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان له نومبر میاشتې د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې، ورسره له ایرانه هم افغان کډوال وخت ناوخت افغانستان ته ایستل کېږي.

اورښتونه او سېلابونه؛ طالبان: د هرات-بادغیس لویه لار تړل شوې

په هرات کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانونه اوښتي دي.
په هرات کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو چارواکو تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدو له کبله د هرات-بادغیس د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

باختري خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، دا خبر پرون ناوخته ورکړی دی.

په همدې حال کې د هواپېژندنې اداره وايي، چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه اداره چې د طالبانو له خوا کنټرولېږي وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.

فوټسال؛ افغانستان عراق ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن پنځه د درېیو په وړاندې د عراق لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پلې‌آف پړاو د دې لوبې په ګتلو سره افغانستان د ۲۰۲۴م کال نړیوال جام ته د لار موندنې په برخه کې یو ګام مخکې شو.

دا لوبه نن د ټایلند په پلازمېنه بنکاک کې وشوه.

د پلې‌اف پړاو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځم ټیم په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

افغانستان د اسیا د فوټسال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې مخکې تر دې له ایران، کوېټ، بحرین او تاجکستان سره مخ شوی و چې له ډلې یې د تاجکستان او ایران په وړاندې ماتې خوړلې وه، بحرین ته یې ماته ورکړه او له کویت سره یې لوبه مساوي کړه.

اوچا د واکسین او وقایې په اړه د پوهاوي زیاتولو لپاره د اتحاد غوښتنه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د واکسین کمپاین یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د واکسین کمپاین یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د واکسین او وقایې په باب د پوهاوي زیاتولو لپاره د اتحاد غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې د خوندیتوب نړیوالې اوونۍ په مناسبت پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د دوی هدف د افغانستان په هر کونج کې د خلکو خوندیتوب دی.

اوچا لیکلي: "په ګډه کولی شو چې ولسونه د وقایې وړ ناروغیو په وړاندې خوندي کړو."

اوچا په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ختمېدو هم ټینګار کړی دی.

هر کال د اپرېل له ۲۴مې د اپرېل تر ۳۰مې پورې د خوندیتوب نړیواله اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق او نورو ادارو له‌خوا په ګډه د دې لپاره نمانځل کېږي چې په نړۍ کې د وقایې او له ناوغیو د خوندیتوب لپاره د خلکو پوهاوی زیات شي.

پروان کې ترافیکي پېښه؛ د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان ټپیان شوي

ارشيف
ارشيف

د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان ټپیان شوي دي.

د پروان لپاره د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښه پرون هغه وخت وشوه چې یو کرولاډوله موټر له یوه سراچه ډوله موټر سره ټکر شو.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او تېز سرعت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي عامل ګڼل کېږي.

نن د سردار محمد داود خان پر ضد د کودتا ۴۶مه کلیزه ده

نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.
نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.

نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود خان پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.

د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د افغانستان کمونست ګوند، چې له پخواني شوروي اتحاد سره یې ډېرې نږدې اړیکې درلودې، کودتا وکړه.

د دغې کودتا په پایله کې سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ څو تنه غړي د کودتاچیانو له‌خوا ووژل شول.

څوارلس کاله وروسته مجاهدین چې له کمونېست ګوند او پخواني شوروي اتحاد سره وسله‌وال مخالفت کې وو، د ډاکتر نجیب‌الله د رژیم پر وړاندې خپله بریا اعلان کړه.

د افغانستان ډېری خلک د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د افغانستان د بدبختۍ پیلامه ګڼي او د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ یادوي.

د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه شوې

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مرکزي دفتر یوه څنډه
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مرکزي دفتر یوه څنډه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغې کمېټې چې مرکزي دفتر يې په نيويارک کې دى، پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اسماعيل سعادت، وحيدالله معصوم او احسان الله تسل تېره دوشنبه په خوست ولايت کې د طالبانو له خوا د امر باالمعروف ریاست له خوا نیول شوي.

دې کمېټې ټينګار کړی چې دوی باید سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې شي.

سرچینو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته ویلي چې دغه درې خبریالان د اختر په ورځو کې د موسیقۍ د نشر او له ښځینه اورېدونکو سره د خبرو په تور نیول شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو همداراز غوښتي چې له ټولو خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

فوټسال؛ افغانستان او عراق پلې‌اف دور کې سره مخ دي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان او عراق د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ جام پلې‌اف دور کې سره مخ دي.

دا لوبه نن د تایلند په بنکاک کې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۱نیمو بجو پيلېږي.

د پلې‌اف بله لوبه د ویتنام او قرغزستان تر منځ ده.

د پلې اف دور اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځمې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

افغانستان د اسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو په لړ کې مخکې تر دې له ایران، کوېټ،بحرین او تاجکستان سره مخ شوی وو چې له ډلې یې بحرین ته ماته ورکړه او له کوېت سره یې مساوي کړه.

د افغانستان په ټولو ولاښتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی

په هرات کې په دې وروستیو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.
په هرات کې په دې وروستیو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وايي چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولاښتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه وزارت په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ځینې ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو بهېدلو شاهدان وو چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG