د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

"په ٣ کلونو کې لسګونه افغان رسنيز او د بشر حقونو فعالان وژل شوي"


په لښکرګاه ښار کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي پر موټر د شوې چاودنې وروسته هغه ومړ. November 12, 2020
په لښکرګاه ښار کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي پر موټر د شوې چاودنې وروسته هغه ومړ. November 12, 2020

په افغانستان کې دملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې په دغه هېواد کې په تیرو دریو کلونو کې د رسنیو د کارکاوونکو او د بشري حقونو د لسګونو مدافعینو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې، د ٢٠١٨ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر د ٢٠٢١ جنورۍ ٣١مې پورې ۶۵ د رسنیو د کارکوونکي او د بشري حقوتو مدافعینو وژل شوي دي.

‎د دغه راپور له مخې، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل او د ٢٠٢٠ کال د سپټمبر له ١٢مې د ٢٠٢١ د جنورۍ تر ٣١مې نېټې پورې ۱۱ د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین په هدفي وژل شوي دي.

دیبرا لاینز
دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وایي: "د بشري حقونو د مدافعینو او د رسنو د کارکوونکو غږ د هرې ښایسته او خلاصې ټولنې لپاره اړین دی، د سیاسي هوکړې او خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسولو پر مهال باید د بشر د حقونو د مدافعینو او د رسنیو د کارکوونکو غږونه تر بل هر وخت زیات واورېدل شي، خو بر عکس دوی غلي کړل کېږي."

‎د دغه راپور پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې له ٦۵ قربانیانو چې ‌‌‌‌‌‌ډېرى یې په یو کال کې وژل شوي ، ٣٢ یې د بشري حقونو مدافعین او ٣٣ یې د رسنیو کارکوونکي وو.

‎د دغه دفتر په خبره‌، له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې ١١ کسان په تېرو څلورو میاشتو کې وژل شوي چې ۵ یې د بشري حقونو مدافعین او ۶نور د رسنیو کارکوونکي وو.

‎دغه راپور کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او د جګړو له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له افغان دولت غوښتي، چې د بشري حقونو د فعالینو او د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب ته پام وکړي او د جګړې له نادولتي اړخ څخه یې هم د یادو کسانو د وژنې ژر تر ژره بندېدل غوښتي.

‎د افغانستان د دولت پیغام دا دی، چې خبریالان او مدني فعالان په ټولنه کې پېژندل شوې څېرې دي او په خبره یې طالبان نه غواړي چې دا کسان ژوندي پرېږدي.

‎د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د دفتر د رسنیو غړی ضیا ورسجي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "طالبانو له امریکا سره په دوحې کې تر توافق وروسته په هدفي وژنو، د سړک غاړې ماین چاودنو او مقناطیسي بمونو په الوزولو لاس پورې کړی، د دغو هدف وژنو د عاملینو اعترافونه د دې ښکارندویي کوي چې چې د ټولو دغو ترورونو تر شا د طالبانو لاس دی، د ملګرو ملتونو یوناما دفتر د اعلامیې پر وړاندې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې غبرګون هم همدا حقیقت بیانوي."

‎خو طالبان بیا وایي چې دوی خپل مسوولیت ترسره کړی.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې د هدفي وژنو تورونه ردوي او غندیي یې، خو په خبره یې دوی په دې اړه خپلې څېړنې کړي چې په لازم وخت کې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

د ازادي راډیو خبریال محمدالیاس داعي چې څو میاشتې وړاندې په لښکرګاه کې د ماين چاودنې له امله ساه ورکړه.
د ازادي راډیو خبریال محمدالیاس داعي چې څو میاشتې وړاندې په لښکرګاه کې د ماين چاودنې له امله ساه ورکړه.

ازادي راډیو خبریالان الیاس داعي د هغو خبریالانو له ډلې دی، چې د تېر ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

‎که څه هم د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغه وژونکي یې نیولی، خو د یو شمېر نورو هغو خبریالانو د وژنې قضیې لا هم بې‌برخلیکه پرتې دي چې په همدې کال ترور شول.

‎د طلوع نیوز ټلویزیون پخوانی خبریال یما سیاوش، په غزني کې د الجزیره ټلویزیون خبریال رحمت الله نېکزاد، په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون خبریاله ملاله میوندۍ او یو شمېر نور خبریالان په دې وروستیو کې په هېواد کې په هدفي ‌‌‌‌‌‌ډول ووژل شول.

‎دغو پېښو د ‌‌‌‌‌‌ډیریو رسنیو د کارکوونکو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې او نیوکې راپارولي دي.

‎د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په راپور کې راغلي، چې د وروستیو هدفي وژنو له امله ‌‌‌‌‌‌ډیریو خبریالانو د خپلو راپورونو پر سانسور کولو، کار پرېښودلو او ان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG