د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

اشرف غني: د افغان حکومت د سولې تګ‌لاره افغانستان کې د نه‌لاسوهنې د تضمین اخیستل دي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت د سولې تګ‌لاره یوازې له طالبانو سره خبرې نه، بلکې له نړۍ د دې تضمین اخیستل دي چې د افغانستان په خاوره کې به څوک لاسوهنه نه‌کوي.

جمهور ریس غني دا خبرې د سولې عمار، دولت جوړوني او بازار جوړونې تر عنوان لاندې د ځوانانو ملي بحث کې کړي.

جمهور رئیس غني زیاته کړې، سوله یو هدف دی او افغان حکومت‌یې د راتلو لپاره نقشه لري، خو د هغه په خبره، د افغانانو دا حق له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې غصب شوی دی.

خو د افغانستان حکومت له چا د سولې لپاره نړیوال تضمین غواړي؟

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د جمهور رئیس غني د څرګندونو په اړه وویل: "سیمه او نړۍ باید د افغانستان حکومت ته ضمانت ورکړي چې دوی د ترهکرو ډلو تمویل، ملاتړ او روزنه نه‌کوي. په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې په یو غږ مبارزه کوي."

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د افغانستان جمهور رئیس داسې مهال د سولې د راتلو لپاره تضمین غواړي چې حکومت‌یې د سیمې یو شمېر هېوادونه د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

جمهور رئیس غني له دې وړاندې له پاکستان او طالبانو غوښتي وو چې د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

بل‌خوا د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي چې پر طالبانو بندیزونه ډېر کړي څو طالبانو د سولې خبرو مېز ته حاضر شي.

ښاغلي محب د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې سره خبرو کې وویل،‌ افغانستان به له خپلو ټولو کلیدي متحدانو او د امنیت شورا له غړو سره په دې برخه کې کار وکړي چې ډاډمنه کړي تحریمونه په افغانستان کې د سولې هڅې او سوله‌ییز خوځښتونه پیاوړي کوي او د طالبانو د تاوتریخوالي مخه نیسي.

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره بریالي نه‌شوو.

ولې له دې وړاندې دې ډلې ویلي، له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې یې باید پر مشرانو نړیوال بندیزونه پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په دوام دواړو لورو د پنجشنبې په ورځ غونډه کړې.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دې غونډه کې د اجنډا د جوړېدو په اړه خبرې شوي.

د‌ دې‌ وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: "پرون ماښام د دواړو لورو د تماس ډلو ترمنځ ناسته وشوه او په عمومي توګه د اجنډا او مهمو مسایلو پر سر خبرې وشوې."

د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې کېږي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې پیل شوي، خو لا هم د تاوتریخوالي په کمښت، اوربند او د نورو مهمو مسایلو په اړه کومه هوکړه نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG