د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د بشري حقونو شورا غونډې ته د اشرف غني وینا؛ وروستی تاوتریخوالی سیستماتیک یرغل دی


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې په وړاندې سیستماتیک یرغل دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۶مه غونډه کې وکړې.

جمهور رئیس غني په دې انلاین غونډه کې وویل، د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسي بشري حق سوله ده. هغه د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې وویل، هغه څه چې افغانان‌یې حقدار دي هغه په یو خپلواک، ډیموکرات او یو موټي هېواد کې د شخص د ژوند، ازادۍ او امنیت حق دی.

جمهور رئیس غني په افغانستان کې پر اقتصاد د روانې جګړې د اغېزو په اړه د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د یو معلومات راټولوونکي سازمان په حواله یوه بېلګه وړاندې کړه چې د ده په وینا یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې د طالبانو سره تړلو فعالیتونو د افغانستان کورنیو ناخالصو عوایدو ته ۱۸،۶ سلنه زیان اړولی دی.

افغان جمهو رئیس د بشري حقونو د شورا په ۴۶مې عادي غونډه کې د وینا پر مهال زیاته کړه چې په ایران او پاکستان کې لا هم شااوخوا پنځه ملیونه افغانان کډوالۍ کې ژوند کوي. نوموړي په افغانستان کې د هغو شمېر چې جګړو معلول کړي ۱۵۲ زره یاد کړ او په دې هېواد کې یې د کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۴۰۰ زره وباله.

پر دې سربېره ښاغلي غني وویل شمېرې د هغې رښتینې کړاو څرګندونه نه‌کوي چې افغانستان ورسره دا مهال مخ دی.

هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې ته په اشارې وویل: "زموږ د خلکو پر ضد چې په‌کې مدني او حکومتي ادارې، د بشر حقونو او مدني بنسټونو رانیولې تر رسنیو، قضايي ادارو، د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کوونکي او امنیتي ادارې شاملې دي، همدارنګه تر دهقانانو او سوداګرو، د تاوتریخوالي وروستۍ څپه، زموږ د ولس پر ضد د یو سیستماتیک یرغل څرګندونه کوي. هدفي وژنې د هغو افغان ښځو او سړیو په وړاندې تېره تېغ دی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې زموږ په ټولنه کې د ژور بدلون استازولي کوي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۴۶مې عادي غونډې ته په وینا کې ښاغلي غني د افغانستان په اساسي قانون کې د هېواد د وګړو د تضمین شویو بشري حقونو او فردي ازادیو یادونه وکړه او ویې‌ویل دا مهال د افغانانو تر ۷۰ سلنه لویه برخه چې تر ۳۰ کلنۍ ښکته عمرونه لري، نه‌یوازې د اساسي بشري حقونو له تصور سره بلد دي، بلکې د اساسي قانون پر بنسټ د ترلاسه کړي حقونو پر مټ له حکومت سره خپل تفاهم او غوښتنې په همدې چوکاټ کې رامخې ته کوي.

د اشرف غني په وینا سولې ته لاسرسی د افغانستان ملي لټون دی او زیاته‌یې کړه چې دا مهال ټول افغانان د یو داسې ډیموکرات خپلواک او یو موټي افغانستان د جوړولو لپاره ګډه اجماع لري چې هم خپلو کې او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د افغانستان جمهور رئیس وویل، دا مهال سولې ته د سیاسي هواري له لارې د رسېدو په برخه کې د تاریخ په یو نادره شېبه کې دي او په وینا یې افغانان او حکومت‌یې د دې پرانیستې شېبې د بېړني‌توب درک لري.

د نوموړي په وینا د دې لپاره چې افغانستان د یوې نامحدوده جګړې له ډګر څخه د اسیا په څلور لارې او د نړیوالو همکاريو په ډګر بدل کړي، باید سخت انتخابونه وشي.

نوموړي د سولې په بهیر کې د بشري حقونو په ساتلو یو وار بیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ښکېلتیا غوښتنه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG