د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د امریکا ولسمشر: له ډیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د پای ملاتړ کوو


د امریکا ولسمشر جوبایډن د ګډو ګواښونو پر وړاندې د امریکا او اروپا په غښتلې ملګرتیا ټينګار وکړ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ګډو ګواښونو پر وړاندې د امریکا او اروپا په غښتلې ملګرتیا ټينګار وکړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه هوډ یادونه وکړه چې افغان جګړه باید پای ته ورسول شي.

ولسمشر بایډن چې د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په انلاین بڼه خبرې کولې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د امریکا او اروپا په غښتلې ملګرتیا ټينګار وکړ.

هغه د القاعدې پر وړاندې د شل کاله مخکې ګډ ائتلاف یادونه وکړه او ویې ویل په افغانستان کې د راتلونکي مزل په اړه هم له نږدې سلا مشورې کوي.

جرمني چمتو ده چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي بایډن وویل: "تاسو متحدین له موږ سره یوځای شوئ، څو له القاعده سره مبارزه وکړو. امریکا متحده ایالاتونه افغانستان کې د راتلونکي مزل په اړه له ناټو متحدینو او ملګرو سره له نږدې سلا مشورو ته متعهده ده. زما اداره په کلکه له روانې ډیپلوماټيکې پروسې ملاتړ کوي، څو دا جګړه چې شل کاله یې په پوره کېدو دي پای ته ورسوي. موږ متعهده پاتې کېږو چې ډاډمنه کړو افغانستان بیا هېڅکله په امریکا متحده ایالتونو، زموږ ملګرو او زموږ د ګټو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره ځای ورنه کړي."

ښاغلي بایډن د ناټو له غړیو په یوه باندې برید په ټولو برید وباله.

په امریکا کې د نوې ادارې په راتلو سره د امریکا –طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري د هغه تړون د بیا کتنې ژمنه وشوه چې د افغانستان د نږدې شل کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې لږ تر لږه د امریکا لپاره هیلې زیاتې کړې وې.

د بایډن اداره د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري د تړون د بیا کتنې ژمنه وکړه
د بایډن اداره د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري د تړون د بیا کتنې ژمنه وکړه

امریکا به د بیا کتنې په دې پروسه کې دا ارزوي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ دي که نه؟

امریکايي چارواکو که څه هم لا دا بیا کتنه نه ده تمامه کړې، خو وار دمخه یو شمېر امریکایي چارواکو له هغې ډلې د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنیټ فرنک مکېنزي طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو تورن کړي.

دېخوا په اروپا کې د افغانستان په ماموریت کې د امریکا تر ټولو لوی ملګری جرمني بیا د امریکا – طالبانو د تړون له بیا کتنې خوښ دی.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له دې بیا کتنې په هرکلي سربېره ډاډ ورکړ چې جرمني د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره چمتو دی.

انګېلا مېرکل ډاډ ورکړ چې جرمني د اوږدې مودې لپاره افغانستان کې د پاتېېدو لپاره چمتو دی.
انګېلا مېرکل ډاډ ورکړ چې جرمني د اوږدې مودې لپاره افغانستان کې د پاتېېدو لپاره چمتو دی.

اغلې مېرکل زیاته کړه:"زه په دې واقعیت خوشاله یم چې د امریکا ادارې د افغانستان د سولې د پروسې بیا کتنه پیل کړې ده. جرمني چمتو ده چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي که دا کار د ماموریت د بریا په ګټه تمامېږي او داسې ماموریت چې په افغانستان کې له ډموکراټیک او سوله ییز ځواک سره مرسته کوي. وتل باید په دې معنی نه وي چې غلط ځواک به برلاسی مومي."

ناټو او امریکا په ګډه په افغانستان کې شااوخوا دولس نیم زره سرتیري لري. له دې ډلې لس زره د ناټو او دوه نیم زره د امریکا دي.

امریکا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري تړون پر اساس د همدې تېرې جنورۍ تر نیمایي د خپلو عسکرو شمېرو دوه نیمو زرو ته راښکته کړ.

طالبانو له امریکا غوښتي چې د تړون په اساس تر مې پورې د ټولو عسکرو ایستلو ته ژمنه پاتې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG