د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

محقق: افغانستان کې د کورنيو جګړو د بيا پيل له وېرې، د ناټو غونډه بې پرېکړې وه


د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر او د ولسمشر غني امنیتي سلاکار حاجي محمد محقق
د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر او د ولسمشر غني امنیتي سلاکار حاجي محمد محقق

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا نه وتلو په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو له بې پرېکړې غونډې وروسته اوس د افغانستان د جمهور رئیس امنیتي سلاکار وايي، ښايي یو ملاحظه موجوده وي.

د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر او د ولسمشر غني امنیتي سلاکار حاجي محمد محقق ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ناټو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ځکه پرېکړه ونه کړه چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ولاړ نه شي او کومه ګډوډي رامنځته نه شي.

محمد محقق د قطر په پلازمېنه دوحه کې هم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرې ډېرې هیله بخښونکي نه بولي.

دی وايي: "امریکا چې له طالبانو سره هوکړه کړې وه، دې هېواد ځیني شرایط درلودل چې طالبان باید له ترهګرو سره اړیکي پرې کړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان مرکچي پلاوي سره د سولې رغونکې خبرې مخته یوسي. اوس دوی ملاحضه لري چې طالبانو خپل دا شرایط نه دي عملي کړي، نو ځکه یې د ځواکونو وتلو لپاره پرېکړه نه ده کړې چې افغانستان په یوې کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي."

ټاکل شوې وه چې د ناټو د دفاع وزیران په خپل پرونۍ (پنجشنبه -د سلواغې ۳۰مه) غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي، خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغې غونډه په پای کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه بحث وشو، خو پرېکړه ونه شوه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل،له افغانستانه دناټو ځواکونو پر وتلو بحث وشو، خو پرېکړه ونه شوه.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل،له افغانستانه دناټو ځواکونو پر وتلو بحث وشو، خو پرېکړه ونه شوه.

د نوموړي په خبره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هېواد په وضعیت پورې تړلې خبره ده.

سټولټنبرګ دغه شان له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرو ډلو سره خپل اړیکې پرې او تاوتریخوالی هم کم کړي. دا غونډه په انلاین ډول جوړه شوې وه.

د ناټو دفاع وزیرانو دا غونډه داسې مهال وکړه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره د امریکا او طالبانو ترمنځ پر شوې هوکړې بیا کتنه کوي، څو مالومه کړي چې طالبانو تاوتریخوالي په کمولو او له افغان حکومت سره د بامفهومه خبرو پر ژمنو عمل کړی او که نه؟

د دې هوکړې پر بنسټ چې تېر کال همدا شپې ورځې په دوحه کې لاسلیک شوه، ټول نړیوال ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د طالبانو له خوا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو او نورو امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه ووځي.

د امریکا او طالبانو هوکړه تېر کال همدا شپې ورځې په دوحه کې لاسلیک شوه
د امریکا او طالبانو هوکړه تېر کال همدا شپې ورځې په دوحه کې لاسلیک شوه

طالبانو مخکې تر دې ویلي وو چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن دي او له ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې پرې کړي دي.

دغې ډلې دا هم ویلي چې تاوتریخوالی یې د پخوا پرتله کم کړی دی.

ناټو په افغانستان کې د پوځي ماموریت په دوام په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت مشري په غاړه واخېسته چې په ترڅ کې یې د ناټو شااوخوا لس زره پوځیان افغان امنیتي دفاعي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورکوي او ملاتړ یې کوي.

امریکا له طالبانو سره د شوې هوکړې پر بنسټ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر په تېره جنوري میاشت کې دوه نیم زرو ته را کم کړ.

XS
SM
MD
LG