د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

ناټو غونډه؛ افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور په اړه خبرې کېږي


ارشیف
ارشیف

واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر د ناټو دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په اړه لیکلي چې په کې لوېډ اسټن د امریکا د ولسمشر جو بایډن د دفاع وزیر په توګه ګډون کوي.

نن د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په اوولسمه نېټه په انلاین توګه دا غونډه پیلېږي چې په کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور په اړه هم خبرې کېږي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو تر منځ د توافق له مخې ټاکل شوې ده، ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې ووځي په دې شرط چې طالبان د ترورېزم پر وړاندي په مبارزه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا متحدان سترګې په لاره دي چې پوه شي اوس به څه پرېکړه کېږي؟

په مقاله کې راغلي چې استن به له خپلو سیالانو سره دې غونډه کې په دغه مورد کې سمدستي ځواب ونه لري.

تردې مخکې، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه به په مناسب وخت کې وځي.

ده له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې پر خپله ژمنه وفا وکړي.

طالبانو د بايډن له ادارې غوښتي چې د قطر په دوحه کې لاسلیک شوې د فبرورۍ میاشتې موافقه په بشپړه توګه عملي کړي، خو تر دې مخکې یوه پلاوي په خپل راپور کې د امریکا کانګرس ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر غځوي.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې اروپايي محکمې په هغه قضیه کې د جرمني ملاتړ کړی چې په ۲۰۰۹میلادي کال کې په کندز کې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه ده.

په هغه پېښه کې شااوخوا ۹۰ ملکیان وژل شوي وو، له هغې پېښې وروسته ۱۲ کاله مخکې د تیلو پر ټانکرونو د حملو په اړه تحقیقاتو د جرمني نظامیان له ننګونو سره مخامخ کړي وو، خو دې مقاله کې راغلي چې فرانسه کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د سې شنبې په ورځ د یوه حکم په صادرولو سره وویل چې د تیلو پر ټانکرانو د حملو په اړه د جرمني تحقیقاتو د اروپا د بشري حقونو له کنوانسیونه سرغړونه نه ده کړې.

په مقاله کې راغلي چې د پېښې په شپه طالب جګړه مارانو دوه ټانکرونه وتښتول چې د ناټو ځواکونو لپاره یې تېل وړل، خو د مقالې په وینا د تیلو ټانکرونه د کندز په ریګي سیمه کې بند پاتې شوي وو او دا ځای په کندز ولایت کې د ناټو ځواکونو له اډې سره په شپږ کیلومتره واټن کې دی.

د امریکايي ځواکونو د دې اډې د ځواکونو افسر د جورج کلین په نوم یوه قوماندان د هوايي ځواکونو ملاتړ غوښتی وو چې فکر یې کړی وو جګړه ماران د تیلو له ټانکرونو د ګرځنده بم په توګه کار اخلي.

یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو هم دې موضوع ته پام کړی دی.

د بېلګې په توګه د المان 'ډي.پي.اې' خبري اژانس ویلي چې یوه سړي چې په دغه پېښه کې يې دوه زامن وژل شوي وو، دا قضیه د اروپا نړیوالې محکمې ته وړې وه.

'ډي.پي.اې' زیاته کړې چې د قربانیانو کورنیو د زیان د جبران له پاره په جرمني کې هم یو شمېر محکمو ته مراجعه کړې وه، خو په مقاله کې وړاندې راغلي چې د دوی غوښتنلیکونه چې وروستی یې په ډسمبر میاشت کې وو، رد شول.

په لومړیو کې راپورونه راغلي و چې دې پېښه کې طالب جګړه ماران وژل شوي خو وروسته پلټنو وښودله چې ډېری وژل شوي ملکیان وو او ویل شوي وو چې له ټانکرانو د تېلو اخېستلو لپاره هلته راټول شوي وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG