د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

هشت صبح: د ناټو د نن ورځې غونډه افغانستان ته برخلیک ټاکونکې ده


ارشیف
ارشیف
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د نن ورځې ناستې ته په اشارې لیکلي چې دغه ناسته د افغانستان لپاره خورا برخلیک ټاکونکې ده.

وړاندې راغلي، دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې طالبانو له امریکا سره شوې هوکړه په بشپړه توګه نه ده عملي کړې او ان د خبرو ميز يې هم پرېښي.

ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه دا مهال خورا لوړه ده او دا وېره شته چې راتلونکي پسرلي کې به په ډراماټیک ډول لا زیات شي.

د لېکوال په وینا، طالبانو ته څو-څو ځله خبرداری ورکړل شوی چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او له القاعده سره اړېکې پرې کړي، خو په خبره یې چې دې ډلې ورته جدي پام نه دی کړی.

ورځپاڼې ټینګار کړی، که بهرني ځواکونه په روانو حالاتو کې افغانستان پرېږدي د دې وېره شته چې افغانستان به له لوی ناورین سره مخ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې کرښو پیل کړې، د افغانستان پوځي ملاتړ د امريکا او ناټو ستر لومړيتوب !

وړاندې په سرليکنه کې راغلي، روانو نازکو حالاتو ته په کتو امريکا او ناټو دې پايلې ته رسېدلي، که امريکا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون عملي کوي او د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه خپل ټول عسکر باسي، طالبان به لا پسې مخته ولاړ شي او افغان حکومت به له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د لېکوال په وینا، نړيوال پوځي ملاتړ به پر طالبانو فشار راوړي چې د جګړې پر ځای د سولې لپاره ژمنتيا په ډاګه کړي او له افغانستانه دې د بهرنيو ځواکونو د بې وخته او بې مسووليته ايستلو او د نظام د نسکورولو فکر له سره وباسي.

لیکوال ټینګار کوي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مسئله د افغانستان پر حالاتو پورې تړلې ده.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو له امله رامنځ ته شوېو زیانونو ته کتنه کړې.

وړاندې راغلي، اټکل کېږي چې اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې په پایله کې، سوداګرو ته له ۵۰ میلیونه ډالرو ډېر زیان اووښتی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې له دې اورلګېدنې پاتې مالونه یا توکي چې خوندي پاتې شوې و، د خلکو له خوا غلا شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د یاد ګمرک ځیني تأسیسات له منځه تللي او یا غلا شوي او باید بیا ځلي دغه تاسیسات ورغول شي.

لیکوال د خلکو او په ځانګړي ډول د سوداګرو هغه غوښتنې هم را اخېستې چې دغه ګمرک له اسلام قلعه څخه ښار ته انتقال شي، څو امنیتي ستونزې یې کمې شي.

XS
SM
MD
LG