د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د تاوتریخوالي روانه کچه د منلو نه ده


ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې عکس
ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې عکس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د شخړو اوسنی کچه د منلو نه ده.

نېډ پراېس وویل، هېواد یې د افغانستان قضیه کې له خپلو متحدانو سره له نژدې همغږي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند چې د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې، دې برخه کې د ناټو د دفاع وزیرانو نننۍ انلاین غونډه یاده کړه چې د ده په وینا د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن په کې د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره له افغانستانه د ناټو د سرتیرو د ایستلو یا پاتې کېدو په اړه بحث کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس

نوموړې وویل، دوی 'امریکا' په خپل سیستم کې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ارزوي او دا معلوموي چې طرفونو هغه څه چې هوکړه پرې شوې عملي کړي کنه.

د جو بایډن ادارې تر دې مخکې هم ویلي و چې متحده ایالاتونه له طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي څو معلومه کړي چې دې وسله والې ډلې د دې هوکړې له مخې خپلې ژمنې پوره کړي او که نه؟ په دې ژمنو کې اوربند ته رسېدل او د افغان حکومت سره په معنی لرونکو خبرو کې ښکیلېدل شامل دي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د طالبانو له خوا د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په شمول د ځینو امنیتي تضمینونو په بدل کې بهرني ځواکونه د روان کال د مې تر میاشتې له افغانستانه وځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه، متحده ایالاتونه له طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي
د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه، متحده ایالاتونه له طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي

نېډ پرایس په دې اړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به د طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پمپیو په څېر مستقیم ښکېل شي او که نه؟ وویل:

"د سولې خبرې روانې دي. موږ او د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي (زلمي خلیلزاد) ټیم د دې روانو خبرو ملاتړ کوو. زه دې وخت کې د طالبانو سره د مستقیمې ښکیلتېا په اړه د ویلو څه نه لرم، خو خامخا موږ د روانو خبرو ملاتړ کوو. هماسې چې د یمن په اړه مې وویل موږ هڅه کوو چې د خبرو له لارې د ترلاسه شوي یو، دوامداره هواري په چوکات کې افغانستان ته سوله، امنیت او ثبات راولو."

بل خوا د ناټو د دفاع وزیران نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) پر دې بحث کوي چې د طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې سره سم له افغانستانه خپل سرتیري وباسي او که نه؟

د ناټو د دفاع وزیرانو دا دوه ورځې غونډه له هغې را وروسته چې په امریکا کې جو بایډن د ولسمشر په توګه واک سنبال کړی لومړنۍ داسې غونډه ده.

سربېره پر دې چې قطر کې د سېپټمبر د میاشتې راهېسې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوي، نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې لا زیات شوی دی.

د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې د دې تړون د یو شمېر غړو هېوادونو نظامي او سیاسي چارواکو اندېښنې په ډاګه کړي.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ دې هېواد کې وروستی تاوتریخوالی د پخوانیو کلونو د معمول خلاف وباله.

د ناټو د دفاع د وزیرانو له دې انلاین غونډې مخکې د جرمنې دفاع وزیرې انګریت کرمپ-کارینبېور وویل، د سولې په خبرو کې داسې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی چې د ناټو بشپړ وتل توجیح کړي.

د جرمنې دفاع وزیرې انګریت کرمپ-کارینبېور وايي، د سولې خبرو کې داسې پرمختګ نشته چې د ناټو وتل توجیح کړي.
د جرمنې دفاع وزیرې انګریت کرمپ-کارینبېور وايي، د سولې خبرو کې داسې پرمختګ نشته چې د ناټو وتل توجیح کړي.

دوه ورځې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم وویل، طالبان باید نور ګامونه واخلي، څو د امریکا سره د شوې هوکړې ژمنې پوره کړي او له دې هېواده د مې په میاشت کې د بهرنیو سرتیرو ممکنه وتلو ته لاره برابره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو زیاتیدونکو بریدونو د امریکا د کانګرس ځیني غړي او د بشري حقونو ځیني نړیوالې ډلې هم هڅولي چې له افغانستانه د ناټو د سرتیرو د هغې وتنې د ځنډېدو غوښتنه وکړي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال پرې هوکړه شوې وه.

د ناټو د دفاع وزیران له نننۍ غونډې یوه ورځ مخکې افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغانستان د سولې پروسې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

په افغانستان د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر
په افغانستان د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

ارګ په یو بیان کې په دې اړه ویلي:" په دې ټیلیفوني مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هېوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې."

په بیان کې د دواړو لورو د ټیلیفوني خبرو ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو وايي چې دواړو د افغانستان د سولې د هڅو لپاره پر "سیمه ییزې او بین المللي ډیپلوماسۍ" هم ټینګار وکړ.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG