د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

هشت صبح: امریکا دې له افغانستانه د ځواکونو وتل ودروي


ځينې کابل چاپ ورځپاڼې
ځينې کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو او د سولې د پروسې په اړه لیکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالباتو ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ امریکایې ځواکونه باید د روان میلادي کال تر مې میاشتېې پورې له افغانستانه ووځې خو د ليکوال په وینا که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه نتیجه ورنه کړي ممکن په دغه هېواد مې د بهرنيو پوځونو شمېر له اوس هم زیات شي.

سرمقاله ليکونکي ټینګار کړی، کله چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی او د مذاکرې څرک هم نه لګېږي نو امریکا ته تر ټولو غوره پرېکړه د مذاکرو ځنډول او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ درول دي.

د ورځپاڼې په وینا دا ځکه منطقي پرېکړه ده چې د دوحې تړون شرایط د ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره مناسب ندي، او لا هم د تاوتریخوالي ډېرېدو وېره شته او اټکل کېږي چې په راتلونکي پسرلي کې جګړه لا تېزه شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د نړيوالو پوځي ماموريت د غځول کېدو مسئله را اخیستې ده.

وړاندې راغلي، چې د افغانستان پر روان وضعيت اوس په نړيواله کچه تصميم نيول کېږي اوټاکل شوې چې سبا چهارشنبه او بله ورځ پنجشنبه ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پر اجندا دوه ورځنۍ غونډه وکړي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، چې په کور د ننه او نړيواله کچه اندېښنې دا دي، چې طالبانو د سولې په ځای جګړه او بريدونه پراخ کړي او په دې بريدونو کې تر ډېره هغه افغان ځوانان په نښه کېږي، چې په تيرو ۲۰ کلونو کې د ولسواکۍ پر ارزښتونو پوی شوي او روزل شوي د لوړو زده کړو خاوندان دي.

د لیکوال په وینا دا ټول د هغې ترهګرۍ زېږنده ده، چې د افغانستان په ګاونډ کې روزل شوې او پياوړې شوې ده نو په خبره یې له همدې امله له افغانستانه د نړيوالو د پوځي ملاتړ دوام د نن ورځې ستر لومړيتوب دی.

  • مسير

مسیر ورځپاڼې د هرات په اسلام‌قعله کمرګ کې د اورلګېدنې له امله د رامنځ ته شویو مالي زیانونو په اړه لېکنه کړې ده.

وړاندې لیکل شوي، چې په دغه پېښه کې سلګونه لارۍ او ټانکرونه سوځېدلي او سلګونه نور چور شوي چې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ سوداګرو ته تر سلو میلونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د مسير په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې دا بحران لوی دي او د اکثریت افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی دی، خو حکومت ورسره ډېر سوړ چلند کوي او د ستونزو د حل لپاره یې کوم اساسي ګام نه دی اخیستی.

د لیکوال په وینا، حکومتي چارواکي داسې دي چې یا خو پر دې هېڅ خبرېږي نه او یا هم د دغه ولس درد، غم او ستونزې ورته پردۍ ښکارېږي.

سر مقاله ليکونکي ټینګار کړی، چې د حکومتي چارواکو دا ډول چلند به د دې لامل شي چې خلک له چارواکو سره له هر ډول همکارۍ مخ واړوي.

XS
SM
MD
LG