د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

مسیر: د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې افغانستان کې د جګړې د بیا پيل د امکان، هدفي وژنو او افغان حکومت ته د هند له‌خوا د کرونا واکسین د سپارلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، له هغه وروسته چې د امریکا د کانګرس له‌خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعې ډلې د دوحې د هوکړې خلاف له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې د ځنډ وړاندیز وکړ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، طالبانو هم جګړې ته تیاری پیل کړی او تازه‌یې اېن بي سي ټلوېزیون ته ویلي چې د ډلې جنګي او سیمه‌ییزو مشرانو ته ویل شوي چې جګړې ته تیاری ونیسي.

ورځپاڼې لیکلي، امریکایان وايي چې طالبانو د دوحې هوکړه نه‌ده عملي کړې، طالبان بیا ټینګار کوي چې که امریکايي ځواکونه تر ټاکلې نېټې ونه‌وځي، نو دوی به پرې بریدونه وکړي.

د سرمقالې په پای کې تينګار شوی چې د جګړې افغاني اړخونه دې د جګړې لپاره د تیاري پر ځای پر سوله ټینګار وکړي، افغان وژنه باید بنده شي او دواړه اړخونه باید د سولې خبرې جدي وګڼي او د خنډونو جوړولو پر ځای سولې ته لاره هواره کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي په دې وروستیو کې په افغانستان په ځانګړي ډول په کابل ښار کې هدفي وژنې او د مقناطيسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي چې دا کړنه په ملي او نړیواله کچه غندل شوې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت له ناټو سره هم په تماس کې دی او د دې لپاره د اروپايي ټولنې او نړيوالې ټولنې ملاتړ هم له ځانه سره لري چې د سولې لپاره فرصت ضايع نه‌شي او د هدفي وژنو او جګړې د مخنيوي لپاره هڅې ژر پايله ورکړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، که د طالبانو له‌خوا دا بريدونه همداسې روان وي، نو ښايي چې دا فرصت وننګوي او ضايع شي چې د سرمقاله ليکونکي په خبره هغه مهال به د جګړې لپاره له سره تابيا نيول کېږي چې نه د طالبانو په ګټه ده نه هم د ولس او هېواد.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپانې بیا افغان حکومت ته د هند له‌خوا د کرونا واکسین د سپارلو په اړه لیکنه او تبصره کړې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانستان ته داسې مهال دا پنځه لکه دوزه واکسین سپارل کېږي چې تر اوسه‌یې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تصدیق نه‌دی ترلاسه کړی.

لیکوال د هند د دا ډول مرستو قدر داني کوي او وايي چې دا د دواړو هېوادونو نېکې او ښې اړیکې ثابتوي، خو زياتوي د تعجب ځای دا دی چې دا واکسين د روغتیا نړیوال سازمان له تصدیق پرته افغانستان ته سپاري.

لیکوال سپارښتنه کوي، افغان حکومت باید د روغتیا له نړیوال سازمان د کرونا واکسین غوښتنه وکړي او د دغه واکسین لپاره په بودجه کې یوه اندازه بودجه ځانګړې کړي.

تر اوسه په افغانستان کې ۵۵ زره کسان کرونا نیولي او له امله‌يې شاوخوا دوه‌نیم زره کسان مړه شوي، خو ممکن له دې هم د مرګ کچه لوړه وي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که د واکسین د ورکړې په برخه کې غفلت وشي، نو د کرونا ويروس له امله به په افغانستان کې د مرګ کچه له دې هم لوړه شي، نو لازمه ده چې حکومت واکسین ترلاسه او ټولو هېوادوالو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG