د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

نیوزیلانډ افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي ماموریت پای ته رسوي


ارشیف، نیوزیلانډي سرتیري
ارشیف، نیوزیلانډي سرتیري

د افغانستان د وضعیت د ارزونې او دلته د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو او یا هم ایستلو په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې له پیلېدو او پرېکړې تر اعلان وړاندې، نیوزیلانډ په دې هېواد کې د خپل شل کلن پوځي ماموریت د پای ته رسولو اعلان کړی.

دا هېواد اوس‌مهال په افغانستان کې یوازې شپږ تنه عسکر لري.

د نیوزیلانډ صدراعظمې جاسیندرا اردر رسنيو ته ویلي، په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د دوام اړتیا نه ویني.

د نیوزیلانډ صدراعظمه جاسیندرا اردر
د نیوزیلانډ صدراعظمه جاسیندرا اردر

اغلې اردر زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې روان بهیر د سیاسي حل لپاره غوره لار ده او نور په یاد هېواد کې د پوځي ماموریت تر پایته رسېدو وروسته، امنيتي تشه نه احساسوي.

نیوزیلانډ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د خپلو ۳۵۰۰ عسکرو پر مټ، په افغانستان کې په پوځي، د افغان ځواکونو د روزنې او بیا رغونې چارو کې ونډه اخېستې.

خو په وروستیو کلونو کې د دې عسکرو شمېر را کم او اوس‌مهال یوازې شپږ تنو ته رسېږي.

د ‌ګارډین ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال ۱۰ نیوزیلا نډي عسکر وژل شوي دي چې د‌ دې هېواد صدراعظمه یې د سولې راوستو په برخه کې اتلان بولي.

په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال ۱۰ نیوزیلا نډي عسکر وژل شوي
په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال ۱۰ نیوزیلا نډي عسکر وژل شوي

که څه‌ هم جاسیندرا اردر وایي، دا پرېکړه یې د ناټو له شریکانو سره له مشورې وروسته کړې، خو دوه ورځې وړاندې د دې سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ وویل، تر یوه مناسب وضعیت وړاندې به خپل عسکر له افغانستان و نه باسي.

بل‌خوا د افغانستان د ‌ملي امنیت شورا وایي، د خپل هېواد او خلکو ساتل د افغان ځواکونو مسوولیت دی او اوس‌مهال دا لړۍ روانه ده.

د‌ دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ساتنه او د امنیت ټینګښت یې د افغان ځواکونو مسوولیت دی، همدا اوس افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره مبارزې کې اغېزناک رول لوبوي، د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې زموږ هیله دا ده چې د افغانستان د واقعيتونو او شرایطو په رڼا کې پرېکړه وشي. د افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا ورسره پر ځای ده او په‌دې تړون کې له ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب لري."

د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ، باید ټول بهرني عسکر د مې میاشتې تر اخره له افغانستان پرېږدي.

خو په امریکا کې د نوي حکومت له راتګ وروسته، پر دې نېټې لا هم وورستۍ پرېکړه نه ده شوې او تر ډېره په وضعیت او شرایطو پورې تړلی ښکاري.

طالبان ټینګار کوي چې د شوې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني عسکر، افغانستان پرېږدي.

خو د سولې خبرو مېز ته د طالبانو نه حاضرېدو او د تاوتریخوالي دوام، د طالبانو د دې غوښتنې پر وړاندې منفي لیدلوری پیدا کړی دی.

تازه‌ د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ په کابل کې یوې ناستې ته په خپلو خبرو کې ویلي، د ستونزې حل د خبرو په مېز کې نغښتی دی، نه د خلکو په وژنې او هدفي وژنو کې.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي،د ستونزې حل د خبرو په مېز کې نغښتی دی.
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي،د ستونزې حل د خبرو په مېز کې نغښتی دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "ټول مسایل چې نظرونه او فکرونه وي، د مطرح کېدو وړ دي او ځای یې د خبرو مېز دی، نه د جګړې میدان او د افغانستان د خلکو وژل او ترور."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر داسې مهال د خبرو پر دوام ټينګار کوي چې له‌یوې میاشتې زیات وخت وشو چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو جګړې او تاوتریخوالي زور اخېستی او د هدفي وژنو ګراف هم لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG