د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

سکاټ مېلر: د تاوتریخوالي نه کمښت د افغان سولې بهیر سختوي



په کابل کې د بمي چاودنې وروسته د سيمې انځور. Tuesday, Dec. 22, 2020
په کابل کې د بمي چاودنې وروسته د سيمې انځور. Tuesday, Dec. 22, 2020

شاوخوا یو کال وروسته له هغه چې واشنګټن له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په شرط له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه موافقه لاسلیک کړه، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د پخوا په پرتله د طالبانو تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ده په خبره، دا وضعیت پرمختګ ته چې هیله ده د افغانستان لپاره به یو تاریخي پړاو وي، لاره نه هواروي.

سکاټ مېلر دا خبرې رویټرز خبري اژانس ته کړي، چې د چارشنبې په ورځ خپرې شوې.

مخکې تر دې چې مارچ میاشتې ته نږدې طالبان خپل پسرلني عملیات پیل کړي، د دې ډلې جګړه عموماً په ژمي کې ارامه وي.

خو د مېلر په وینا، اوس چې جګړې زور اخیستی، دا نه یوازي په دې مانا ده چې طالبان به پسرلني عملیات پیلوي بلکه دا هم چې تر پخوا به ډېر شدید وي.

ګڼ ډیپلوماټان په دې باور دي چې د طالبانو د جګړې زیاتول د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون سره په ټکر کې دی.

جنرال سکاټ مېلر
جنرال سکاټ مېلر

مېلر رويټرز خبري اژانس ته ویلي: "که تاوتریخوالی کم نه شي، د سولې بهیر به ډېر ورو او سخت شي او دا به ټولو لوریو ته سخته وي چې لازمي جوړجاړی وکړي."

رویټرز خبري اژانس د دوو افغان دولتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، د طالبانو د پسرلنيو حملو په ځواب کې يې یو شمېر عملیات پلان کړي.

دوی زیاته کړې ،چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه لکه پوځ او پولیس، به تر یوې قومندې لاندي کار کوي او په مهمو برخو کې تجربه لرونکي پوځيان ګومارل شوي دي.

د افغان ملي امنیت شورا چارواکو ویلي، چې که څه هم دوی په دفاعي حالت کې دي خو هر ډول جګړې ته چمتو دي.

د طالبانو ویاند د پسرلنیو عملیاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې يې په یوه اعلامیه کې ویلي چې پسرلني عملیان نه اعلانوي او یوازي به په دفاعي حال کې وي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره له طالبانو سره د سولې موافقه ارزوي چې تېر کال د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ورسره لاسلیک کړې وه.

د دې موافقې له مخې باید طالبان د تروريزم پر وړاندي په مبارزه کې همکاري وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او امریکا به د مې تر لومړۍ نېټې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

خو د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل، چې نړیوال ځواکونه به له افغانستانه هغه مهال وځي چې حالات مناسب وي.

ينس ستولتنبرګ
ينس ستولتنبرګ

ده وویل، چې طالبان باید د خپلې ژمنې پوره کولو لپاره باید نورې هڅې وکړي او د تروريستي ډلو ملاتړ دې نه کوي.

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې د خبرو پر دوام ټينګار کړی.

له‌ یوې میاشتې زیات وخت وشو چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو جګړې او تاوتریخوالي زور اخېستی او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG