د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

عادله راز: افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز

جګړې له یوې خوا او نورو ټولنیزو ستونزو له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه هم راپورته کړې ده.

د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ برخې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په دې غونډه کې ویلي، افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی.

نوموړې زیاته کړه: "د افغانستان بشري وضعیت خورا اندېښمنونکی دی. موږ دغه برخه کې له ګڼو ستونزو او کړکېچونو لکه جګړه، اقلیمي بدلون او کرونا ویروس سره مخ یو. کوېېډ- نولس زموږ پر اقتصاد خورا اغېزې پرېښي دي. مېلیونونه کسان د بې‌وزلۍ کرښې لاندې يوړل، د وزګارتیا کچه او له بهره د افغان کډوالو د راستنېدو کچه لوړه شوه."

طالبان دې هدفي وژنې پای ته ورسوي او د بشري مرستو د رسولو لپاره نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.

مېرمن راز دغه شان ويلي، افغان دولت په دې هڅه کې دی چې د ستونزو د حل او د بشري مرستو د رسولو لپاره اوربند ټینګ شي، خو طالبانو په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غوښتنه نه ده منلې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې له طالبانو غوښتي چې هدفي وژنې پای ته ورسوي او د بشري مرستو د رسولو لپاره نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.

عادله راز له ملګرو ملتونو او نړیوالو غوښتنه کړې چې د بشري مرستو د رسولو لپاره خپل ټول فعالیتونه له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر او د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رامز الاکبروف بیا ورځ تر بلې د مخ پر زياتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې.

پرون سې شنبه(د سلواغې ۱۴مه) کابل کې ۴ چاودنې وشوې چې دوه تنه یی ووژل او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.
پرون سې شنبه(د سلواغې ۱۴مه) کابل کې ۴ چاودنې وشوې چې دوه تنه یی ووژل او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.

نوموړي ویلي: "افغانستان کې ۲۰۲۱ میلادي کال د جګړو او ناامیدۍ سره مل پیل شو. له بده مرغه د تاوتریخوالو کچه له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا مخ په زیاتېدو ده. هره ورځ د چاودنو او هدفي وژنو شاهدان یو. له بده مرغه دغه پېښې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي."

خو دې غونډه کې د دې ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار بیا د سولې خبرو بري ته رسېدل وګڼل شوه.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو وايي، که دا خبرې ناکامې شي، له نورو ناخوالو سربېره به د کورنيو بې ځايه شوېو شمېر به هم لوړ شي.

مازو زیاته کړه: "د مېلیونونه افغان وګړو ژوند د سولې خبرو اترو پایلو او دغه شان د نړیوالې ټولنې ژمنو دوام پورې اړه لري. د یو هغه ناکامېدل به هم د کورني د بې ځایه کېدو، کډوالۍ او مرګونو پېښو لامل شي."

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې په بشري وضعیت او د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په زیاتېدو اندېښنه ښيي چې درې ورځې وړاندې د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د دې وژنو مسوولیت پر طالبانو واچاوه او ترې یې وغوښتل چې خپلې دا کړنې پای ته ورسوي.

خو طالبان بیا وايي، د هر ډول بشري مرستو د رسولو لپاره یې زمینه برابره کړې او په هدفي وژنو کې هم لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG