د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

کابل کې ۴ چاودنو ۲ تنه ووژل؛ د جمعیت اصلاح د رئیس وژنې غبرګونونه وپارول


ولسمشر غني وویل، پر عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او روښانه راتلونکی برید دی او عاملین یې د ولس پر وړاندې مسوول او مختورن دي.
ولسمشر غني وویل، پر عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او روښانه راتلونکی برید دی او عاملین یې د ولس پر وړاندې مسوول او مختورن دي.
په کابل کې د سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) د ورځې څلور چاودنو دوه کسه ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل. په وژل شوېو کې د افغانستان د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس ډاکټر محمد عاطف هم شامل دی.

د نوموړي وژنې د هېواد دننه ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جمعیت اصلاح شورا پر رئیس برید د افغانستان په عزت او او روښاته راتلونکي برید بللی.

په دې اعلامیه کې د جمهور رئیس له قوله ویل شوي چې طالبان نه شي کولی په دا شان کړنو سره ديني علماء له ترهکرۍ ضد اسلامي او ملي دريځ څخه واړوي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د حج اوقافو وزارت هم د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره دا پېښه یوه ستره ضایع او بشري جنایت بللی.

د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود او عطا محمد نور هم په خپلو فیسبوک پاڼو د محمد عاطف وژل کېدل غندلي او د هدفي وژنو د لړۍ دوام په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې.

محمد عاطف چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د جمعيت اصلاح شورا د مرکزي دفتر مشري کوله نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان سیمه کې د یوې چاودنې له امله لومړی ټپي او بیا یې سا ورکړه.

د جمعيت اصلاح شورا له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د هېواد په ډېری ولایتونو کې فعالیت کوي.

دغه شورا چې تر ډېره یو اسلام پاله شورا بلل کېږي د هېواد په مهمو سياسي او اسلامي مسایلو کې یې خپل دريځ څرګند کړی او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې له هر قوم څخه په سلګونو غړي لري.

چارواکي وايي د کابل په دوهمې، درېيمې او څلورمې ناحیو کې درې چاودنې وشوې.
چارواکي وايي د کابل په دوهمې، درېيمې او څلورمې ناحیو کې درې چاودنې وشوې.

د جمعيت اصلاح شورا پر مشر تر چاودنې ورهاخوا په کابل کې په دې ورځ درې نورې چاودنې هم وشوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وویل، په دې چاودنو کې ملکي کسانو ته زیان اوښتی: "ترهګرو یو ځل بیا د خپلو جنایتونو په دوام د کابل په دوهمې، درېيمې او څلورمې ناحیو کې درې چاودنې وکړې چې په ترڅ کې یې ۲ ملکیان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول، د لا نورو معلوماتو لپاره څېړنې روانې دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېرو میاشتو کې یې په لسګونو ماین خښونکي نیولي او دغه لړۍ دوام لري.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د بين الافغاني خبرو له پيل راوروسته د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل ښار د امنیت چارې پر غاړه واخېستې ورسره مل په دغه ښار کې هدفي وژنو او د مقناطيسي ماینونو چاودنو هم زور واخېست.

د کابل ښار اوسیدونکي بیا دغه حالاتو سخت اندېښمن کړي.

دوی ازادي راډيو ته وویل: "مبین یم، هره ورځ چاودنې! دا څه حال دی؟ امنيتي بنسټونه یې چې نه شي کولای خوشې دې کړي چې موږ خپله وسله واخلو او د ځان ساتنه وکړو.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د محمد عاطف ترور غندلی
طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د محمد عاطف ترور غندلی

-زما نوم میر عالم دی، دې وروستیو کې هدفي وژنې ډېرې شوي، نه عالم پاتې شو، نه محصل، دا څه حال دی؟ له امنیتي ځواکونو مې هیله دا ده چې د دې وضعیت مخه ونیسي."

که څه هم لا تراوسه د دې چاودنو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې، خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د محمد عاطف ترور غندلی او دا یې د هغه ډلې کار بللی چې خبریالان او مدني فعالان په نښه کوي.

له دې وړاندې په کابل کې اروپايي ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هدفي وژنو تر شا د طالبانو د لاس لرلو په اړه ویلي وو.

تېره ورځ هم کابل کې د افغانستان د سولې وزارت د فتر د رئیس پر موټر چاودنه وشوه چې نوموړی له دغه بريده روغ ووت.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG