د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

راه مدنیت: د ټرمپ ادارې له طالبانو سره خورا نیمګړې او خطرناکه هوکړه کړې


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • راه مدنیت

راه مدنیت ورځپاڼې لیکلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن یو شمېر سلاکارانو رسنیو ته ويلي چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره خورا نیمګړې او خطرناکه هوکړه کړې چې کولای شي افغانستان په یوې ناوړه کورنۍ جګړې کې ښکېل کړي.

د لیکوال په وینا، دغو مسایلو ته په کتو اړتیا ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق ته بیا کتنه وشي.

سرمقاله کې دا هم راغلي چې دا هوکړه د امریکا ګټې هم په سیمه کې ننګوي او خطرناکې پایلې به ورته ولري.

د لیکوال په باور، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل هم د ټرمپ د ادارې یوه لویه تېروتنه وه چې د بایډن سلاکاران د دې مسئلې حساسیت ته متوجې شوي او پوهېږي چې د امریکايي ځواکونو وتل به په سیمه کې د دوی سیالانو ته لاره پرانیزي.

ورځپاڼې همدارنګه پر افغان حکومت ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو د ستراتېژیک متحد په توګه باید د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو ملاتړ خپل کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د کابل ښار بد امني، مقناطیسي ماینونه او هدفي وژنې د دې لامل شول چې په پلازمېنه کې د نه‌خونديتوب فضا حاکمه شي.

ورځپاڼې د ملي شورا او ارګ ترمنځ د بودجې مسئلې ته هم اشاره کړې لیکلي، د بودجې پر سر لانجه ډېره اوږده شوه او داسې ښکاري چې حکومت‌یې په ستونزمن وضعیت کې راګېر کړی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې ولسمشر غني چې دا مهال د تاریخ له سخت پړاوه تېرېږي. اوس ویل کېږي ولسي جرګه ښايي له دې هم هاخوا ولاړه شي او د ولسمشر د استیضاح مسئله راپورته کړي.

د لیکوال په وینا، که دا کار وشي ولسمشر به له هغه ځایه پر مخ څپېړه وخوري چې د «جمهوریت» زړه بلل کېږي او په دې توګه به ده ته د جمهوریت د دفاع له شعار څخه کار اخیستل ګران یا حتی ناممکن شي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د طالبانو دريځ ملت او نړيوالې ټولنې ته د منلو نه‌دی!

وړاندې د ډنمارک او اروپايي ټولنې يو شمېر نورو غړو هېوادونو خبرپاڼو ته اشاره شوې چې په افغانستان کې د هدفي وژنو، تاوتريخوالي او ټولګټو ځايونو د ويجاړولو مسؤل وسله‌وال طالبان بلل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، د تاوتريخوالي په زياتېدو په افغانستان کې رسنۍ، علما، روغتيا پالان، مدني فعالان او ملکي وګړي تر هدف لاندې نيول شوي او نور بايد دا لړۍ ودرول شي.

ورځپاڼې د طالبانو وروستي دریځ ته اشاره کړې لیکلي چې د طالب چارواکو تر څرګندونو وروسته امريکا او نړيوالې ټولنې خبرداری ورکړی چې د جمهوريت ملاتړ کوي او وروستۍ لاسته راوړنې چې همدا جمهوريت‌يې ستره بېلګه ده، بايد د نامعلومې سولې په پلمه قرباني نه‌شي.

XS
SM
MD
LG