د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

محمد اشرف غني: افغانستان ویتنام نه‌دی او حکومت سقوط نه‌کوي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس محمد اشرف غني يو ځل بیا د افغانستان د ستونزې حل، په سیاسي منطق او بحث کې نغښتی بللی.

هغه له‌ بي‌بي‌سي نیوز انګلیسي برخې سره په خپله نوې مرکه کې په زور واک ته رسېدل، یو خوب بللی.

ښاغلي غني زیاته کړې، طالبان نه‌شي کولای د زور له لارې خپل هدف ته ورسېږي او یا هم د زور له لارې بری خپل کړي.

جمهور رئیس د طالبانو له‌خوا د حکومت د ړنګېدو یا سقوط خبره هم بابېزه وبلله: "دوی په تېرو ۶ کلونو کې په دې ونه‌توانېدل چې دواړه موخې ترلاسه کړي. که هغه د حکومت پرځول او د ځواکونو ختمول وي او دوهم دا چې د افغانستان جغرافیه په دوه برخو ووېشي. دا ویتنام نه‌دی او نه هم دا حکومت د پرځېدو دی."

د افغانستان جمهور رئیس بي‌بي‌سي سره خبرو کې د ناټو وروستي دریځ ته په اشارې ویلي، دا ټولو لورو ته نوی فرصت برابروي، څو یو ځل بیا دې پرېکړې ته ورسېږي چې زور د حل لار نه‌ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې وروسته د یوې خبري غونډې پر مهال
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې وروسته د یوې خبري غونډې پر مهال

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ تېره اوونۍ د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته وویل، په اوس وخت کې افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور د راتلونکې په اړه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

ناټو طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د کمېدو پر ځای زیات شوی او د سولې په برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌دی شوی.

ښاغلي غني هیله ښودلې چې لا هم د سولې لپاره فرصت شته.

خو هغه څه چې خلک‌یې اندېښمن کړي دي، په قطر کې د سولې خبرو ورک برخلیک دی. د جنورۍ له شپږمې چې د سولې دوهم پړاو خبرې پیل شوې، تر ننه د دې خبرو په لړ کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌لیدل کېږي او تر خوا یې دواړو لورو پر یوه او بل د تورونو لړۍ هم ګرمه ساتلې.

خو د افغانستان د‌ سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا هم له طالبانو غواړي چې خبرې پیل کړي.

د‌دې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "مقابل لوری تر اوسه د خبرو مېز ته د‌ کېناستو لپاره چمتو نه‌دی. له همدې کبله په روانه جګړه او تاوتريخوالي کې د ملکي تلفاتو بدې پایلې د هغوی مسؤلیت دی چې د سولې مذاکراتو بهیر یې ځنډولی دی."

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

خو طالبان بیا وايي، هیله ده چې د سولې په اړه شوې ژمنې عملي شي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د سولې لپاره شوې څرګندونې باید په عمل کې ثابتې شي.

خو له دې ټولو سره سره امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG