د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

محمد اشرف غني یو ځل بیا د موقت حکومت له وړاندیزونو سره مخالفت وکړ 


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا د موقت یا لنډمهاله حکومت له وړاندیزونو سره په کلکه مخالفت څرګند کړ.

ښاغلی غني وایي، نړیوال‌یې هره ورځ د نظام په پلوي خبرې کوي او په خبره‌یې تر هغو چې ژوندی وي، چاته به د موقت حکومت اجازه ورنه‌کړي.

محمد اشرف غني پرون شنبه د وژل شویو امنیتي او دفاعي سرتېرو له یو شمېر کورنیو او د جګړې د لومړۍ کرښې له ځینو سرتېرو سره د خبرو پر مهال وویل، د موقت حکومت په اړه به د چا فشار ته تسلیم نه‌شي او د جمهوریت له نظامه به دفاع کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "په دې باور ولرئ، تر هغو چې زه ژوندی یم، دوی به د موقت حکومت مخ ونه‌ویني، زه د هغو ونو له ډلې نه‌یم چې د شمال په مقابل کې کږه شم، هغه هم داسې حال کې چې د ولس اراده وي او تاسې غوندې ژمن افسران ولرو، دا د ذهنونو د مغشوشولو لپاره دي، امنیتي او دفاعي ځواکونه مو ورځ تر بلې پیاوړې کېږي."

ښاغلي غني له دې وړاندې هم د خپل نظام او په ټوله کې د جمهوریت ننګه کړې او ویلې یې دي، د سولې په خبرو کې به هم په نظام او ولسواکۍ معامله نه‌کېږي.

د نوموړي یو شمېر مخالفین له هغې ډلې طالبان بیا وایي، د سیاسي جوړجاړي یوه لاره دا ده چې محمد اشرف غني واک پرېږدي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د سفر پر مهال ویلي و چې "د سولې اصلي خنډ د محمد اشرف غني اداره ده".

ده هغه مهال خبریالانو ته وویل، "که اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم موږ يوه نوي حکومت ته حاضرېږو".

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

په همدې حال کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، طالبانو ته لا هم د سیاسي جوړجاړي لاره مخکې ده.

ښاغلي محب پرون کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: "طالبان باید خپل ترورېستي اقدامات بند کړي او راشي نور د افغانستان ولس ونه‌ځوروي، د جنګ له لاسه‌یې ډېر خلک ځپلي دي، وخت د تفاهم رارسېدلی دی، د افغانستان د جمهوري دولت ټیم په دوحه کې اوس هم حضور لري او منتظر دې ته دي چې طالبان بېرته د خبرو مېز ته راشي چې د تفاهم له لارې دا مشکل حل کړو."

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون

په قطر کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پیل شوې بین‌الافغاني خبرې په ټپه درېدلې دي.

طالبانو ویلي، دوی به مناسب وخت کې بېرته دغو خبرو ته ستانه شي.

د سولې خبرو کې دغه ځنډ وروسته له هغه راغی چې امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي حکومت څو چارواکو وویل، له طالبانو سره د دوحې تړون له سره ارزوي.

د ملي مصالحې عالي شورا یوه لوړپوړي غړي ازادي راډیو ته ویلي، طالبان دې ته په تمه دي چې پوه شي، د امریکا نوې اداره له دوی سره تړون باندې عمل کوي او که نه.

XS
SM
MD
LG