د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

محب: که طالبانو ولسي بنسټ لرلای، بین الافغاني خبرې به يې جاري ساتلې وای


د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب

د افغانستان حکومت د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، افغانان د ولسواکي په ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلي او دده په وینا نور دلته د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته.

نوموړی وايي: "مؤقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنی لري، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جارې ساتله."

په ورته وخت کې د ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلا کار وحید عمر د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، شل کاله وړاندې چې افغانستان طالبانو پرېښود، دغه هېواد له اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي پلوه څو ګامه مخ ته تللی.

د نوموړي په خبره، طالبان باید نوی افغانستان وپېژني او ورسره یو ځای شي، او هغه طرحې چې په تاریخ کې محکومې شوي باید نورې وړاندې نه کړي.

وحید عمر
وحید عمر

وحید عمر د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مرسیتال شېرمحمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون سره وويل: "پرون چې له مسکو نه کوم غږ پورته شو، دا د هغه غږ ادامه ده، چې څه موده وړاندې یې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د انحلال خبره کړې وه، دا هغه غږ دې چې اجازه ورکوي خلک دې مړه شي، افغانستان دې نظام ونه لري، افغانستان دې حکومت او حاکمیت ونه لري، ترڅو د نورو لپاره د لاسوهنې زمینه برابره شي او افغانستان دې تېر تاریخ ته یو ځل بیا ورستون شي."

د افغان ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلا کار وايي، طالبان دې پرځای چې د سولې مذاکراتو ته کېني کله له یوې پلازمینې او کله هم له بلې پلازمېنې سر را پورته او نوي خطرونه را پیدا کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي، چې اوسنی ولسمشر به د خپلي دورې تر بشپړېدو وروسته ځای هغه کس ته پرېږدي چې د افغانستان د خلکو د رایو پر بنسټ وټاکل شي.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه ازادي راډيو ته وویل، د واک لېږد به د اساسي قانون پر بنسټ ترسره شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "افغانان د یوه اساسي قانون خاوندان دي چې اساسي قانون کې د واک لېږد ډېر واضح تعریف شوی، افغانان د نظام له منځه وړل نه غواړي، د نظام جوړښت افغانانو ته په لوړه بیه تمام شوې، هره پرېکړه به د اساسي قانون له مخې کېږي اساسي قانون د ټولو لپاره یو چتر دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته په سفر کې په یوه ناسته کې د سولې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني استعفا او په يو ډول مؤقت حکومت ته د واک سپارلو په اړه ويلي دي: "که نن ورځ اشرف غني له جګړې لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم او نوي حکومت ته د سولې لپاره قرباني ورکړي، موږ چمتو یو په همدې خاطر مذاکره وکړو، ټیم یې چې انتخاب کړی بشپړ صلاحیت یې نه ده ورکړی."

د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې اشرف غني دې واک پرېږدي.
د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې اشرف غني دې واک پرېږدي.

خو د سولې چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د شېر محمد عباس ستانکزي دا ډول څرګندونې د مذاکراتو خلاف بولي.

نوموړې زیاتوي: "د مقابل لوري دا څرګندونې د مذاکراتو د اوصولو پر خلاف دي، د دواړو خواو هره غوښتنه باید د مذاکراتو په چوکاټ کې مطرح او پر هغه بحث وشي، سمه خبره دا ده چې مقابل لوری راشي او په رسمي بڼه د اجنډا پر سر مذاکرات پيل کړي."

د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

‏اغلې انوري زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی په لازم صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د مذاکراتو لپاره حضور او د رسمي خبرو د پیل لپاره پوره چمتوالی لري.

دا چې د شېر محمد عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې د طالبانو رسمي دریځ دی او که نه؟ ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د سیاسي دفتر نظر ولري خو، بریالۍ نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د نامعلوم لامل او تر نامعلوم وخته پورې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

هاخوا دا ځنډ ورسته له هغه کېږي چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر لاسلیک شوې هوکړه له سره کتنه کوي، افغان حکومت د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی او طالبانو ویلي چې له امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG