د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

طالبانو د سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره خپل نوي شرایط وړاندې کړل


په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر وايي، چې د سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره باید د دوي زندانیان ازاد او او د دې ډلې د مشرانو نومونه له تور لېسته لیرې شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، د سولې خبرو د پرمخ بیولو لپاره باید د دوي زندانیان ازاد او د مشرانو نومونه یې له تور لیسته بهر شي.

شیر محمد عباس چې مسکو ته د طالبانو د یو تللي پلاوي مشري کوي دغلته په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې دا به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

دی وايي، طالبان له امریکا سره پر خپله هغه ژمنه ولاړ دي چې د دوی تر واک لاندې سیمو نه به امریکا او متحدانو ته يې ګواښ نه پېښېږي.

ښاغلي ستانکزي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې تازه د امریکا د دفاع وزارت ویلي، طالبان د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعده سره د خپلو اړېکو د پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې په شوې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل: "موږ لاهم هڅه کوو چې یوې موافقې ته ورسېږو خو طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي."

دی وايي، د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ م کال لاسلیک شوي تړون ته ژمن دی.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون ځینې موارد رسنیز شوي نه دي خو په دې هوکړه کې طالبانو پر امریکايي ځواکونو د بریدونو د نه کولو، تر خپل واک لاندې سېمو کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې، د بین الافغاني خبرو د پیل او تاوتریخوالي د کمولو ژمنې کړي دي.

په دې تړون کې امریکا هم ژمنه کړې چې که طالبان خپلې ژمنې عملي کړې دوی به افغانستان کې خپل ځواکونه په تدریجي ډول کم کړي او د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې به ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

خو د امریکا دفاع وزارت وايي، طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړېکو پرې کولو پر ژمنو نه درېدلي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند اندېښنه وښوده چې که حالات همداسې روان وې مذاکره کوونکو پلاویو ته به د خبرو شرایط لا سخت شي.

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن حکومت ویلي چې پر دې تړون بیا غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن به د امریکا او طالبانو د سولې پر موافقې بیا کتنه وکړي.

له بلې خوا د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي، حفيظ منصور نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وويل،که چېرې که د سولې په هوکړه لیک بیا کتنه کېږي د افغان مذاکره کوونکي پلاوي غوښتنو ته هم باید پام وشي.

نوموړي وويل، امریکا له طالبانو سره داسې هوکړه کړې چې د یو اړخ په توګه د افغانستان دولت حضور نه لري.

حفیظ منصور
حفیظ منصور

هغه زياتوي: "هغه دولت چې امریکا ورسره څو اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او د نړېوالې ټولنې له لوري د یو مشروع دولت په توګه پېژندل کېږي خو په دې هوکړه کې حضور نه لري، د دې هوکړه لیک لویه نیمګړتیا داده چې دوه اړخیزه ده، که چېرې بیاځلې پرې کتنه کېږي نو زمونږ غوښتنه داده چې دا باید درې اړخیزه شي کنه دا هوکړه به افغان حکومت ونه مني،ځکه هغه هوکړه کې چې حضور ونه لري منل یې الزامي نه دي. "

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، دوی نه پوهیږي چې متحده ایالات د هوکړې له ارزولو څه هدف لري.

محمد نعيم
محمد نعيم

نوموړي ویلي،که هدف دا وي چې د امریکا نوي مسولین د هوکړې په موادو ځان پوهول غواړي نو ستونزه نه ده خو دې ټینګار کوي چې هوکړه باید همغسې عملي شي چې څنګه شوې ده.

له دې وړاندې د امریکا د خزاني وزارت هم په یو راپور کې ویلي وو، القاعده شبکه په افغانستان کې د ودې او پراختیا په حال کې ده او تر دې دمه هیڅ نښه نشته چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړي دي.

د امریکا د نوې ادارې له لوري له طالبانو سره د هوکړې د بیا ارزولو پرېکړه د افغان حکومت د هرکلي وړ ګرځېدلې ده.

افغان حکومت لا له وړاندې د دې هوکړې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اوس چې پنټاګون وایي، طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي هغه باور لا پیاوړی کوي چې ښایي له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت په چلند کې د ډونالډ ټرمپ ادارې په پرتله بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG