د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

غزني کې د سولې ټینګښت او نظام پايښت په ملاتړ غونډه شوې


د سولې او نظام په ملاتړ د غزني د خلکو د غونډې يوه څنډه
د سولې او نظام په ملاتړ د غزني د خلکو د غونډې يوه څنډه

په غزني کې خلکو د سولې د ټینګښت او نظام د پایښت د ملاتړ غونډه وکړه.

د دوشنبې په ورځ په غزني کې یو شمېر کسانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د افغانستان د موجوده نظام ننګه، له جمهوریت څخه ملاتړ، د سولې د ټینګښت او د نظام د پایښت غوښتنه وکړه.

دوی وویل هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې موجوده نظام ړنګ او افغانستان بیا هغه پخواني وخت ته ستانه کړي.

په دغه غونډه یو شمیر قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

قومي مشر حاجي عبدالباري وویل، دوى د نظام او اوسني دولت ملاتړ کوي.

هغه زياتوي:*"له ټول ولس څخه مو دا غوښتنه ده او دا مو ورباندې غږ دی چې نور دا جوړ شوی کور نه خرابوو، هیچا ته اجازه نه ورکوو، تر خپل وس او توان پورې به خپل نظام او خپل اساسي قانون او له دغه جوړ شوو بنسټونو څخه دفاع کوو."

ټولنیز فعال کارګر تره کي په دغه غونډه کې وویل، د سیمې استخبارات د ځینو کسانو په خوله په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت غوښتنه کوي، چې دا د اساسي قانون خلاف عمل دی.

هغه وویل: "موږ به له جمهوریت څخه دفاع کوو او هغه لاسته راوړنې چې موږ په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت تر نامه لاندې لرو، له هغو څخه دفاع کوو، موږ نه غواړو چې بیا دي په افغانستان کې یو لنډمهاله حکومت راشي، د ستانکزي یا د بل په خبرو باندې، دا د ګاونډي استخباراتو لکه پاکستان او ایران غوښتنه ده، د هغوی تقاضا ده چې افغانستان یو ځل بیا هغه مخکیني تاریخ ته لاړ شي."

دوی دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي، چې څه موده وړاندې د طالبانو یو مشر ملاعباس ستانکزي په مسکو کې په خپلو خبرو کې له افغان ولسمشر څخه د استعفا او په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG