د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

مسیر: ایا د اشرف غني د استعفا غوښتنه له سولې سره مرسته کولای شي؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

ولسمشر غني د عبدالله د سولې له تګلارې سره مخالف کړی.

دا د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې لپاره د عبدالله په تګلاره کې غني باید ستره قرباني ورکړي او له قدرت نه په شا شي.

خو د لیکوال په وینا د قدرت د دوام لپاره د ولسمشر غني مبارزه به جګړه خپلې پېچلې مرحلې ته وغځوي، ځکه که تاوتریخوالی ډېرېږي، د پخلاینې فرصت به لا محدود شي.

ورځپاڼه ليکي، دا څرګنده ده چې غني د طالبانو په وړاندې په جګړه کې ګټونکی نه‌دی، خو جنګ کولای شي د هغه لپاره په واک کې د پاتې کېدو ډېر فرصت ورکړي.

دا هغه ادعاوې دي چې افغان حکومت تل رد کړي او ټینګار یې کړی چې د داسې یوې سولې ته د رسېدو پلوي دي چې لاسته راوړنې په‌کې خوندي شي او په رښتیني معنی سوله وي.

مخکې له دې افغان ولسمشر ټینګار کړی و چې واک به د انتخاباتو له لارې نوي ولسمشر ته وسپاري.

لیکوال ټینګار کړی، هغه څه چې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري هغه د خلکو په خوښه او رایو ولاړ سیاسي نظام دی.

سرمقاله ليکونکي دا هم ليکلي، که څه هم افغانان د سولې لپاره تږي دي، خو له دې سره د جمهوريت مدافعین هم دي.

د لیکوال په وینا غني او عبدالله باید پوه شي چې خلک څه غواړي او غني په واک کې د پاتې کېدو لپاره د سولې خبرو اترو د مخنیوي حق نه‌لري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې خپله سرمقاله پیل کړې، ایا د اشرف غني د استعفا غوښتنه او د ولسمشر د واکمنۍ د دورې په پوره کولو ټینګار، معقول دریځونه دي او له سولې سره مرسته کولای شي؟

د لیکوال په وینا، هغوی چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي، دوه ډوله دي، یو دا چې د دې لپاره هېڅ بدیل نه‌لري او یوازې همدا وايي چې اشرف غني دې استعفا ورکړي.

ورځپاڼې دوهمه ډله هغه کسان بللي چې ورسره یوه طرحه او بدیل هم لري.

مسير ټینګار کړی چې د سولې لپاره دا قرباني او انعطاف باید ټول د یوې منظمې طرحې په چوکاټ کې وي چې په کور دننه پر هوکړې او ملاتړ سربېره باید پیاوړی بهرنی ملاتړ او تضمین هم ولري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د طالب مشر عباس ستانکزي وروستیو خبرو ته اشاره کړې او لیکلي چې د روسانو په لمسون‌يې د نظام پر ضد غږ پورته کړی دی.

خو د لیکوال په وینا، ملت د خپل نظام او ولسمشر ننګه کوي او نه‌غواړي چې يو ځل بيا يې برخلیک د ده په خبره، د بلا په خوله کې ورکړل شي.

د لیکوال په خبره، د مؤقت حکومت په نامه د افغان وژنې لپاره بله دسيسه په هېڅ توګه د منلو او زغملو نه‌ده او په وینا یې دې برخه کې د امريکا او نړيوالې ټولنې ملاتړ هم شته دی.

ورځپاڼې طالب مشر عباس ستانکزی تورن کړی چې د مسکو د ګټو لپاره د افغانانو تباهي غواړي او ټینګار يې کړی چې د مؤقت حکومت په نوم هڅې د پرديو لاسوهنې لپاره د دايمي فرصت معنی لري او ملت نه‌پرېږدي چې کومه ډله دې دا پردۍ اجنډا په افغانستان کې پلې کړي.

XS
SM
MD
LG