د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

"طالب پلاوی د سولې خبرو دوام ته لېواله نه ده؛ خبرې یې له عمل سره توپیر لري"


په دوحه کې د سولې په اړه د غونډې یوه څنډه
په دوحه کې د سولې په اړه د غونډې یوه څنډه

د قطر د پلازمېنې دوحې په خبرو کې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی وايي، طالب پلاوی د سولې د خبرو دوام ته لېوالتيا نه لري.

د دولت پلاوي درې غړیو له قطره د یکشنبې (د سلواغې ۱۲مه) په ورځ په انلاین خبري ناسته کې خبريالانو ته وویل، طالب پلاوی د سولې هوکړې په اړه د امریکا د نوي حکومت دریځ ته منتظر دی او تراوسه د خبرو میز ته نه دی ناست.

د افغان مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي، د سولې په اړه د طالبانو څرګندونې، د سولې په اړه د دوی له عملي اقداماتو سره توپير لري.

ښاغلی طالب زیاتوي: "زموږ برداشت دا دی، د طالبانو هغه څرګندونې چې د خبرو له لارې د افغانستان د قضیې د سوله ییز حل په اړه یې کوي، له عملي اقداماتو سره يې توپير لري، زموږ ټینګار دا دی طالبانو هغه ډول چې ژمنه یې کړې وه له دوه ګوني چلند دې لاس واخلي. "

ښاغلی طالب د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د وروستيو څرګندونو په اړه چې د مؤقت حکومت په اړه يې په مسکو کې کړي وويل، دا ډول خبرې د عامه ذهنيتونو د ګډوډولو لپاره شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي دغه غړی زیاتوي، طالبان کولای شي چې خپلې هر ډول غوښتنې د سولې د خبرو پر میز مطرح کړي نه په نورو هېوادونو کې.

په ورته وخت کې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي بله غړې شریفه زرمتۍ په ځانګړې توګه د مؤقت حکومت د بحثونو په اړه وايي: "د طالبانو هغه څرګندونې چې د نورو هېوادونو له ټربیون وايي، ولسمشر دې څنډې "استعفا وکړي" ته شي، په هېڅ ډول موږ او زموږ خلکو ته د منلو نه دي، خلکو ولسمشر ته رايه ورکړې. "

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ

په ورته وخت کې د ولسي جرګې له لوري یو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د ملي مصالحې له عالي شورا او افغان سیاسي رهبرانو سره له لیدو کتو وروسته د سولې په اړه یوه طرحه چمتو کړي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د یکشنبې(د سلواغې ۱۲مه) په ورځ له غرمې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل، اوس لیدل کېږي چې دواړو خواوو ته واک لومړیتوب دی.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"دا خوا دېته کار کوي چې څه ډول په واک کې پاتې شي او اوس مشخصه شوه چې طالبان هم افغانستان کې واک ته د ځان رسولو په هڅه کې دي. "

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني

ښاغلی رحماني وايي، د ولسي جرګې د سولې کمېسیون باید نېغ په نېغه د سولې په اړه بدلونونه او تحولات له نږدې وڅاري.

د طالبانو سیاسي دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملابرادر په مشرۍ د دغې ډلې پلاوي د یکشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتلي.

ښاغلي نعیم لیکلي، په دغه کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو، د دوحې د سولې د هوکړې په بشپړ عملي کېدو، په سیمه او افغانستان کې د سولې او امنیت د اړتیاو په اړه بحثونه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG