د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: زلمی خلیلزاد خپلې دندې ته دوام ورکوي


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه‌یې غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ښاغلي بلېنکن چې پرون‌یې د بهرنیو چارو د وزیرپه توګه تر ټاکل کېدو وروسته په واشنګټن کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې، د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان په وړاندې په تېره د سولې په اړه به په پالېسۍ کې بدلون راوړي او که به مخکېنۍ پالېسۍ مخ ته ونیسي، وويل: "د افغانستان په اړه موږ غواړو په یوه شي ځان پوه کړو او هغه دا چې په هغه تړون کې چې زموږ، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ شوی دی، په مشخص ډول په هغه کې څه لیکل شوي دي، ترڅو دا مسئله یقیني کړو چې موږ پر هغو ژمنو چې طالبانو کړي او همدا شان پر ځینو هغو چې زموږ له‌خوا شوي، ځان ښه پوه کړو او د سفیر، ښاغلي خلیلزاد په اړه باید ووایم، هو موږ له هغه غوښتي چې هغه حیاتي کار ته چې دی یې سرته رسوي، ادامه ورکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ښاغلي بلېنکن وویل، غواړو ځان پوه کړو چې د افغانستان له حکومت سره د اوربند او با مفهومه خبرو اترو په اړه طالبانو خپلې ژمنې پر ځای کړي، کنه؟

د افغانستان دولت هم پر دغه تړون د امریکا د بیا کتنې هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د مخکېنۍ ټرمپ ادارې له‌خوا په دې دنده ګومارل شوی، د هڅو په نتیجه کې یې واشنګټن دغه تړون د تېر۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ له طالبانو سره وکړ.

د دغه تړون له مخې به د نورو مسایلو ترڅنګ تر مې میاشتې پورې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه وځي او طالبانو هم ژمنه کړې چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې شلوي او دا مسئله به یقیني کوي چې نور د افغانستان له خاورې پر امریکا او متحدانو یې لکه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي حملې په څېر د بریدونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي.

د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون
د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون

د دغه تړون له مخې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم شوی دی.

د شوي تړون پر اساس دغه‌راز د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته هم وروسته تر هغې زمینه برابره شوه چې د افغانستان حکومت د طالبانو له پنځه نیم زره زیات بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړل.

تېر کال دواړه لوري له نږدې درې میاشتو بحثونو وروسته وتوانېدل چې د سولې د خبرو پر کړنلارې سلا وکړي. د دواړو لورو مرکچیانو یې بل پړاو هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د روانې جنوري میاشتې له پنځمې راهیسې پیل کړی، خو هغه ډېر ټکنی مخ ته ځي او په څو وروستیو ورځو کې په ټپه درېدلی ښکاري.

د افغانستان حکومت طالبان تورن کړي چې د سولې خبرو ته لېوالتیا نه‌لري.

نادر نادري
نادر نادري

د افغانستان د مرکچي پلاوي یوه غړي نادر نادري وړمه ورځ وویل چې په نهو ورځو کې چې نن‌یې ۱۱مه ده، طالبان ورسره خبرو ته نه‌دي ناست. هغه طالبان تورن کړل چې نه‌غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.

خو طالبانو دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې دواړه لوري سره په تماس کې دي.

په عین حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر چې د یوه پلاوي په مشرۍ له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی ويلي چې امریکا د فبرورۍ د میاشتې د سولې تړون ته ژمنه نه‌ده.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې ملا برادر چې د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني په ګډون له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي، ویلي چې دوی پر امریکا اعتماد نه‌کوي او د هرې هغې ډلې په وړاندې به چې نوموړي د امریکا لاسپوڅې بللې، جګړه مخ ته یوسي.

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي
ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو شمېر غړي

طالبانو د افغانستان د دولت له پلاوي سره د خبرو تر پیلېدو مخکې معمولاً دې دولت ته د امریکا د لاسپوڅي دولت کلمه کاورله.

اسوشیټډ پرس اژانس په دې راپور کې دغه‌راز د ایران د ملي امنیت شورا د مشر علي شمخاني دا څرګندونې هم راخیستي ويلي یې دي امریکا په ګاونډي افغانستان کې هڅې کوي چې جګړه ادامه پيدا کړي.

امریکایي چارواکو تر اوسه تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر او د دې پلاوي د مشر د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو طالبانو تر دې مخکې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن له ادارې غوښتي و چې له دوی سره په کړي تړون ودرېږي.

XS
SM
MD
LG