د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

اروپايي ټولنه: باید د افغانانو د وینو سیندونه ودرېږي


ارشیف، کابل کې چاودنه
ارشیف، کابل کې چاودنه

په افغانستان کې روان تاوتریخوالي چې د سولې هڅې یې هم ټکنۍ کړي، پر افغانانو سربېره نړیوال بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د اروپایي ټولنې یو لوړپوړي ډيپلومات او د افغانستان لپاره د دغې ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وایي، اوس په هر نوم چې وي، باید "د افغانانو د وینې سیندونه" ودرېږي.

رولاند کوبیا د شنبې په ورځ ناوخته‌یې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "که د کوم لوري د اوربند اصطلاح نه‌خوښېږي، هغه ته دې د دښمنۍ د درېدو، متارکې، قانوني مهلت او یا د چوپتیا د پړاو نوم ورکړي".

کوبیا د جګړې د کومې مشخصې خوا نوم نه‌دی یاد کړی، خو زیاته کړې یې ده "تاسو اوس فرصت لرئ چې د امریکا نوې ادارې ته وښيئ چې په واقعي ډول د سولې غوښتونکي یئ".

بل لور ته پرون شنبه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن سره خبرو کې د ژر تر ژره اوربند او د وینې تویېدنې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د مصالحې عالي شورا په خبرپاڼه کې د راس وېلسن په حواله راغلي، د امریکا نوی حکومت تمه لري چې دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې په جدي ډول پيل شي.

له عبدالله عبدالله سره په کابل کې د امریکا سفارت د شارژدافیر او سرپرست لیدنه
له عبدالله عبدالله سره په کابل کې د امریکا سفارت د شارژدافیر او سرپرست لیدنه

پخوا تر دې افغان ولسمشر او نورو چارواکو ویلي، طالبان د اوربند له نوم نه وېره لري او دغه ډله‌یې د جګړې او تاوتریخوالي په دوام تورنه کړې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی له امریکا سره د دوحې په تړون کې د ژمنې له مخې، د تاوتریخوالي کچه کمه کړې ده.

محمد نعیم وايي: "ټولو ته معلومه ده، کله چې د طالبانو د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافق‌نامه لاسلیک شوه له هغه راوروسته تر څو میاشتو پورې د اسلامي امارت له‌خوا په لویو ولایتونو کې چې پر نظامي او استخباراتي مرکزونو کوم بریدونه کېدل هغه متوقف شول، د ولایتونو د سقوط لړۍ متوقفه شوه، د ولسوالیو پر مراکزو عملیات متوقف شول، خو متأسفانه وروسته پر مجاهدینو باندې بمبارونه او د شپې چاپې شروع شوې، یوه دسیسه وه چې غوښتل یې وضعیت کړکېچن کړي، متأسفانه همداسې وشول، نو مجاهدینو صرف له خپل ځانه دفاع کړې ده."

امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوې ادارې څو چارواکو د طالبانو او امریکا د دوحې تړون پر منځپانګې څو ځله د بیا غور غوښتنه کړې.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د جمعې په ورځ یو ځل بیا وویل، د امریکا اداره "په ژوره توګه دا ګوري چې طالبانو خپلې ژمنې څومره عملي کړې دي".

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند جان کربي بیا تازه ویلي، د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعده سره د اړیکو د پرېکون په برخه کې طالبانو خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی بیا طالبان د سولې خبرو ته په نه‌ژمنتیا تورنوي او وایي، د دغې ډلې مرکچیانو دوحه کې خبرې پرېښي او پر سفرونو بوخت دي.

د دوی اشاره د طالبانو د تهران او مسکو تازه سفرونو ته ده. د دغو سفرونو پر مهال داسې مسئلې رسنیو ته راووتې چې د افغان چارواکو غبرګون‌یې وپاراوه.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، سولې ته د رسېدو لپاره دې ولسمشر غني واک پرېږدي.

محمد اشرف غني یې بیا ځواب کې ځان د سولې اتل وباله او ویې‌ویل، د موقت حکومت پلوي ځکه نه‌کوي چې افغانان د ده په خبره له دا ډول لنډمهاله حکومتونو ښه خاطره نه‌لري.

XS
SM
MD
LG