د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

يو شمېر وکیلانو د ولسي جرګې پر مشر سختې نیوکې وکړې


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې د مشر میر رحمان رحماني د وروستیو څرګندونو په اړه سختې نیوکې وکړې.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني لخوا د لنډمهالي حکومت څخه د ملاتړ خبرو، د دې جرګې د یو شمېر غړو غبرګون راپارولی دی.

ښاغلی رحماني پرون د لنډ مهالي حکومت د طرحې ترلاسه کولو خبر ورکړ.

د ولسي جرګې معترض استازي وایي، ښاغلي رحماني په خپل سر ځان د جرګې د سولې د کمېټې مشر ټاکلی او پرته له دې چې د ولس د استازو نظر په پام کې ونیسي د موقت حکومت له طرحې یې ملاتړ کړی.

مريم سما
مريم سما

د جرګې غړې مریم سما د دوشنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل: "ښاغلی رحماني ناسته مو ترسره کړه او په خپل سر مو ځان د سولې کمیټې مشر کړ او له لنډمهالې ادارې مو ملاتړ وکړ. تاسي څوک یاست چې د مجلس له ادرسه داسي پرېکړه کوئ؟ د خلکو د ګټو خلاف پرېکړه مه کوئ. خلک له لنډمهالي حکومت څخه ترخه تجربه لري. اوسنی نظام د خلکو د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوی، که دا قربانیاني نشئ درک کولی نو استعفاء ورکړئ."

د ولسي جرګې بل غړی عبدالروف شپون وويل: "ښاغلی مشره، اغېزمن زموږ خلک دي. زه ډېر نا راحته یم، د کمېټې د جوړېدو په اړه بل څه اورو، د خلکو له راتلونکي سره لوبې مه کوئ، د لنډمهالې ادارې په اړه وضاحت ورکړئ د مجلس لخوا د پرېکړې حق نه لرئ."

ولسي جرګې پرون د سولې مذاکراتو د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب کمېټه جوړه کړه.

ښاغلي رحماني ویلي، چې دا ۲۱ کسیزه کمېټه به په مستقیم ډول د سولې بهیر کې ونډه اخلي.

یو شمېر وکیلانو د دې کمېټې د جوړښت د څرنګوالي په اړه هم نیوکي وکړې او ويې ويل، چې د ټولو ولایتونو استازو ته باید یادې کمېټې کې غړیتوب ورکړل شي، که داسې ونه شي نو دوی ته به د منلو نه وي.

د ولسي جرګې مشر د دې نیوکو په ځواب کې وویل، چې هغه له جمهوریت او په دې طرحه کې له لنډ مهالي حکومت څخه نه بلکې له ملي شورا ملاتړ کړی.

مير رحمان رحماني
مير رحمان رحماني

د جرګې مشر مير رحمان رحماني وویل: "پرون نه مطبوعاتي کنفرانس و او نه هم د سولې په نوم کمېسیون جوړ شوی، پرون ما وویل چې چې هغه طرحه چې په هغې کې د لنډمهالي حکومت یادونه شوي ماته رارسېدلې ده، په داسې حال کې چې هغې طرحه کې د اوسني نظام او ملي شورا د بقا یادونه شوې وه ملاتړ یې کوم، ما وویل چې دا طرحه ډېرې ستونزې لري چې په اړه یې باید خبرې وشي او هغه طرحه چې د ټولنې د ټولو اقشارو د منلو وړ وي کار دې پرې وشي."

په ولسي جرګې کې د دې جنجالولو په دوام د جمهور رئیس سلاکار وحید عمر په خپله ټويټر پاڼه لیکلي، د نظام او شل کلونو لاسته راوړنو په موخه د ولسي جرګې د غړو له ملاتړ څخه مننه کوي.

ښاغلي عمر ټینګار کړی، چې د نظام د پیاوړتیا لپاره باید خلک یو موټی شي.

XS
SM
MD
LG