د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

غني: له بل هر وخت زیات تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې یو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

که څه هم په دوحه کې له یو میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، افغان ولسمشر وروستیو پرمختګونو په دې اړه له یو شمېر افغان مطرحو سیاستوالو او ولسي جرګې له یو شمېر غړیو سره جلا-جلا ناستې کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام سې شنبه (د کب ۵مه) په ارګ کې د ولسي جرګې له یو شمېر غړیو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان له بل هر وخت زیات تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی.

ښاغلي غني زیاته کړه: "راتلونکو میاشتو کې به په دې برخه کې له ملي شورا سره په دوامدار مشوره کېږي، دا یو فرصت دی، په ځانګړي توګه د ناټو د نه وتلو پرېکړه، دا یو لوی پیغام دی، د هغو خلکو ادعاګانې 'طالبان' چې دوی ته به په ننواتې ورځي، اوس داسې جدي مذاکرات چې یو حل ته ورسېږو زمینه برابرېږي."

راتلونکو میاشتو کې به ملي شورا سره د سولې په اړه مشورې وشي

ولسمشر له ملي شورا سره د سولې په اړه د سلا مشورو خبره داسې مهال کوي چې له وړاندې د ملي شورا ځینو غړو شکایت درلود چې د سولې په اړه ورسره لازمې مشورې نه کېږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رئیس د ځان په مشرۍ په دې برخه کې د یو کمېسیون د جوړېدا خبره کړې وه - هغه څه چې د ولسي جرګې د ځينو غړو له مخالفت سره مخ شو.

میر رحمان رحماني بېګاه شپه په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې د مذاکراتو د ځنډېدا پړه پر طالبانو واچوله.

د ولسي جرګې رئیس میر الرحمان رحماني
د ولسي جرګې رئیس میر الرحمان رحماني

نوموړي وویل: "موږ باور لرو چې طالبان د مذاکراتو د درېدو اصلي لامل دي، د داسې شرایطو په اېښودلو سره چې نه د افغانستان خلکو ته د منلو دي او نه هم د سولې د راتګ لامل کېږي، د سولې د خبرو میز یې پرېښی او په دې لټه کې دي چې د خپلې ډلې ګټې په خلکو وتپي."

دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا یو میاشتني ځنډ وروسته د يکشنبې ورځ یو ځل بیا د سولې خبرو پلاويو ترمنځ په قطر کې ناسته وشوه او د بين الافغاني مذاکراتو د دوام په اړه پريکړه وشو.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد ا شرف غني د سیاسي اجماع، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د تاوتریخوالي سملاسي پایته رسولو په اړه له ځینو، پخوانیو چارواکو او جهادي مشرانو سره جلا جلا ناستې کړې.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي غني، تېره ورځ د پخواني جمهور رئیس له دوو مرستیالانو یونس قانوني، کریم خلیلي غني او په امنیتي او سیاسي چارو کې د ولسمشر له سلاکار محمد محقق سره کتلي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د جنوري په ۲۰مه متحده ایالاتو کې د جوبایډن په مشري د نوې ادارې په راتګ سره امریکا اعلان وکړ چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه له سره ارزوي.
دغه اقدام د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شو، خو طالبانو د هوکړې په پلي کېدو ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG