د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۱۵

د سولې د خبرو افغان مرکچي: د خبرو دوام لپاره طالبانو سره پر ۴ ټکو هوکړه وشوه


ارشیف، په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
ارشیف، په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

په دوحه کې له اوږد ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل شوي دي. د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي، په دوحه کې د سولې په خبرو کې له پیله تر دا مهاله ګڼې ستونزې وې، خو دواړو لوريو په یوه ټکي موافقه کړې.

نوموړي د سې شنبې(د کب۵مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، داوړه لوریو دا منلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې به د سولې د خبرو د دوام لپاره یو اساسي مسئله وي.

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب
د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب

ښاغلي طالب زیاته کړه: "موږ د خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره څلورو ټکو باندې هوکړه وکړه او طالبانو موږ سره منلې او دوی مکلف دي چې دا موږ سره د اجرا وړ وګرځوي، له هغې څلورو ټکو یو یې هم د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، د افغانستان د خلکو غوښتنه جمهوریت دی، د افغانستان د خلکو غوښتنه انتخابات دي، هغه انتخابات چې د خپل نظر په رڼا کې خپله راتلونکي وټاکي."

ښاغلی طالب داسې مهال دغه خبره کوي چې له شااوخوا ۳۶ ورځې ځنډ وروسته افغان او طالب مرکچي پلاوي تېره ورځ یو ځل بیا دوحه د خبرو میز ته کښیناستل.

د دې پلاوي وروستۍ ناسته د جنوري په اوولسمه وه.

د افغان دولت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي: "دوشنبه د کب څلورمه ماښام مهال دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه. په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزئیاتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي."

هاخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم رسنیو ته په استولي پيغام کې د دوشنبې ماښام ناستې یادونه کړې ده.

هغه ویلي، ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

نوموړي لیکلي: "نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاویو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه. په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شوېو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي."

د سولې د خبرو له اوږد ځنډ پیل وړاندې د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي بیا په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي په ټویټر لیکل شوي چې داوړه لوریو په روان تاوتریخوالي او د سولې په خبرو کې د چټکیتا پر موضوعاتو بحث کړی.

په توېټ کې راغلي، د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت د سولې د ټینګښت لپاره مهم یاد شو او وويل شول چې افغانان له روان حالته نور ستړي شوي دي.

له دې سره هم مهاله په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم په قطر کې د سولې د خبرو له پیل وړاندې په خپل ټویټر لیکلي و چې هره ورځ له سولې پرته، افغانان د تاوتریخوالي په ویره کې ژوند کوي.

دغو تاوتریخوالو تېر کال په زرګونو ملکي کسانو ته تلفات اړولي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن لیکلي، هره ورځ له سولې پرته، افغانان د تاوتریخوالي په ویره کې ژوند کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن لیکلي، هره ورځ له سولې پرته، افغانان د تاوتریخوالي په ویره کې ژوند کوي.

نوموړي دا هم ليکلي چې موږ د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کوو او د افغانستان لپاره د ښې راتلونکې جوړولو لپاره له لاسه تللي فرصتونو څخه خواشیني یو.

موږ د ملکي وګړو په نښه کول غندو او د سولې خبرو ته د سمدلاسه راستنیدو غوښتنه کوو.

په دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې مهال سره کتلي چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا په طالبانو خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه په دې وروستیو کې زیات شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG