د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

اتمر د سولې او سیمه ییزې اجماع په څېر د مهمو مسئلو د بحث لپاره روسیې ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ځيِ، هغه ښار چې څو اوونۍ دمخه د طالب پلاوي کوربه و او چارواکو یې هم په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه بحث پاروونکې څرګندونې کړي دي.

د راپورونو پر اساس د افغان سولې پروسه او له ترهګرۍ او مخدره موادو سره ګډه مبارزه به په مسکو کې د اتمر د بحثونو اصلي موضوع ګانې وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ستر سلاکار باري سلام مسکو ته د ښاغلي اتمر د سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ۲۴م تاریخ (چهارشنبه) مسکو ته ځي. له روسي چارواکو له هغې ډلې بهرنیو چارو وزیر سره به ګوري. د دواړو خواوو د علاقې وړ مسئلو له هغې ډلې د سولې پروسه، سیمه ییزه اجماع، له ترهګرۍ، مخدره موادو او سیمه کې له پرمختللیو جنایتونو سره په ګډې مبارزې او سیمه ییز اتصال باندې به بحث وکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ستر سلاکار باري سلام
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ستر سلاکار باري سلام

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر څلور ورځې په مسکو کې وي.

له هغه را وروسته چې طالبانو له امریکا سره د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبروري کې تړون لاسلیک کړی روسي چارواکو په ښکاره د دې ډلې له پلاویو سره کتلي او وخت په وخت یې د افغان سولې او راتلونکي په اړه څرګندونې کړې دي.

تر ټولو وروستۍ څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف وې چې په افغانستان کې یې سولې ته د رسېدو لپاره د یو انتقالي ایتلافي دولت خبره کړې وه او دا یې د کورنیو جګړو د پای ته رسولو لپاره یوه کلاسیکه چاره بللې ده.

د کبلوف د تېرې اوونۍ دغو څرګندونو په همغو لومړیو دوو ورځو کې د افغان حکومت تُند غبرګون وپاراوه او هغه یې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو او خپله د روسیې له رسمي اعلامیو سره په ټکر کې وبللې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا بیا په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه تل له سوله ییزې لارې د افغانستان د کړکېچ د هواري غوښتونکې ده.

هغې خبریالانو ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر او د بحثونو په اجنډاو معلومات ورکړل: "تمه ده د ناستو پر مهال د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول د دوه اړخیزو اړیکو په بېلابېلو مسلو او هم له سوله ییزې لارې د افغانستان د (کړکیچ) وضعیت د هواري او د ترهګرۍ او نشه یي موادو د قاچاق د ګواښونو په وړاندې پر مبارزې بحث وشي. روسیه په افغانستان کې د ملي پخلاینې پر وده او په دغه هیواد کې د اوږدې مودې وسله والې شخړې پر ختمولو ټینګار کوي. موږ دایماً د یوه سوله ییز ، خپلواک او بې پرې دولت په توګه د افغانستان د پرمختګ غږ پورته کړی داسې چې له ترهګرۍ او مخدره موادو خالي وي، له خپلو ګاونډيو، سیمې او پاتې ټولې نړۍ سره ښې اړېکې ولري."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا

زخرووا زیاته کړه چې د افغانستان د سولې د خبرو ښکېلو خواو په تخنیکي مسایلو سره ایسار دي او لا یې د اوربند په څېر په مهمو مسئلو خبرې نه دي کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا رسمي دریځ او پر وړاندې یې د افغانستان په تړاو د روسي چارواکو وخت ناوخته رسمي او غیر رسمي ناستې او څرګندونې هغه څه دي چې د روسیې – افغانستان د اړیکو څارونکي یې له روسیې ناهیلي کړي.

له دې ډلې شننونکی یو هم فاروق فردا دی چې اوږده موده یې په روسیه کې تېره کړې او د افغانستان په اړه د روسیې پالیسۍ څاري.

ښاغلی فردا دوشنبه له انګلستانه په دې تړاو له ازادي راډيو سره وغږېد:"دا د افغانستان په حالاتو د تغیر لپاره په مثبت ډول هېڅ اثر نه لري. دا سفر داسې حالت کې کېږي چې روسیې یو سخت دریځه موضع د افغانستان په هکله ښکاره کړه او افغانستان د یوې ضعیفې موضع له مخې یوه اعلامیه خپره کړه. دا سفر به د افغانستان حالاتو ته بدلون ورنه کړي. تر دې دمخه کبلوف پاکستان ته لاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې روسیې ته د اتمر د سفر په اړه مشورې سره کړې دي. د افغانستان پر حالاتو به مثبته اغېزه ونه کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داسې وخت روسیې ته د افغان سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې پر مسئلو د خبرو لپاره مسکو ته ځي چې په هېواد کې دننه جګړو او نا امنیو زور اخیستی دی.

تازه تر ډېرې مودې را وروسته د افغانستان د دولت مذاکراتي ټیم دوشنبه خبر ورکړ چې ماښام مهال یې د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

په خپرو شوېو بیانونو کې راغلي، په ناسته کې چې په ښه فضا کې ترسره شوه د مذاکراتو په دوام ټینګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG