د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ویسا: د افغانستان اقتصادي څرخ په ټپه دریدلی او د سقوط ګواښ سره مخ دی


د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې وسله وال طالبان باید له فرصته ګټه واخلي او بېرته د خبرو میز ته وګرځي.

وړاندې سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مسئلې وروستۍ پرېکړه ونه شوه، خو ليکل شوي چې په دې اړه به د ناټو د غړیو هېوادونو تر سلا مشورو وروسته تصمیم ونیول شي.

د لیکوال په اند نړېواله ټولنه هیله منه ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو سره بېرته د سولې مذاکرې ته راستانه او بیا ځلي خبرې پیل شي .

ورځپاڼې ټینګار کړی، که وسله وال طالبان تاوتریخوالی کم او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي په دې کې شک نه شته جې له افغانستانه به د بهرنو ځواکونو د وتلو پروسه وځنډیږي.

ترهګري د نړۍ هغه ګډ دښمن دی چې هوسا ژوند ګواښي.

لیکوال دغه شان ټینګار کړی چې روان کشمکشونه او ترینګلي حالت به جګړه بیا ځلي یو نوي پړاو ته داخله کړي او سوله او ثبات به د یوې نا معلومې مودې لپاره وځنډیږي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ترورېزم د ټولو ګډ دښمن دی.

وړاندې سرمقاله کې راغلي، ترورېزم يا يا ترهګري د نړۍ د ملتونو هغه ګډ دښمن دی چې پرمختګ او هوسا ژوند ګواښي او افغان حکومت د سيمې له هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره په ګډه د دې ناوړه پديدې پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د تفاهم لارې لټوي .

د لېکوال په وینا د همدغو هڅو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د پاکستان او ايران په ګډون د سيمې د هېوادونو د استخباراتي سازمانونو له ادارو سره په ګډه د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې د څرنګوالي په اړه په کابل کې مشورتي غونډه جوړه کړې وه او د دغو سازمانونو استازو سره يې پر دې بحث وکړ چې څرنګه له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې کار وکړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغان دولت غوښتنه دا ده چې دغه مغرضې استخباراتي کړۍ د ملتونو د ژوند په بيه د ترهګرۍ له کمې ګټې تېر شي او د افغانستان او سيمې له سوله غوښتونکو هېوادونو سره يو ګډ تفاهم ته ورسېږي اود ترهګرۍ د پاللو پرځای د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پيل کړي.

د ورځپاڼې په وینا، د افغانستان حکومت د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې غوښتنه کوي چې سيمه او نړۍ له دغه خطره وژغورل او ملتونه د پرمختللي او هوسا ژوند خاوندان شي.

  • ویسا

وېسا ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان اقتصادي څرخ په ټپه دریدلی او د ویجاړېدو او سقوط له ګواښ سره مخ دی.

وړاندې راغلي، همدا اوس افغانستان له اقتصادي نظره ورځ تر بلې را لوېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له هېواده د پانګونې تېښته په ډېره چټکۍ سره پیل شوې.

ورځپاڼې د دغه وضعیت لاملونه د امنیت خرابېدل، د فساد زیاتېدل، د اداري او حقوقي ماحول ګډوډېدل بللي.

ورځپاڼې لیکلي، د دې ترڅنګ هره ورځ دولتي ادارې یو په بل کې مدغمېږي یا یو له بلې جلا کېږي چې دغې چارې عمومي سردرګمي رامنځته کړې ده.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې دا مهال د بې وزلۍ کچه خورا لوړه شوې، د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله پانګه وال له هېواده وتلي او هغه شمېر چې پاتې دي د تېښتې لار لټوي.

لیکوال ټینګار کړی چې حکومت بايد د وضعیت ښه کېدو ته جدي کار وکړي.

XS
SM
MD
LG