د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

امریکا: طالبانو د 'هوکړې' مهمه برخه تر پښو لاندې کړې او القاعده سره اړیکې لري


ارشیف، ننګرهار کې وسله وال طالبان
ارشیف، ننګرهار کې وسله وال طالبان

امریکا په افغانستان کې د شل کلنې جګړې د پای لپاره له طالبانو سره کال وړاندې د سولې هوکړه وکړه.

د دې هوکړې یو ماده د القاعده په ګډون له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون دی.

خو د دې هوکړې یو لوری متحده ایالات ادعا کوي چې طالبانو د دې تړون ډېرې برخې، له دې شمېر له بهرنیو ترهګرو ډلو سره، په ځانګړي ډول له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړي، هغه څه چې طالبان يې ردوي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د چنګاښ په یوولسمه کانګرس ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې وویل، طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دې پای ته رسولي.

پنټاګون ویلي و: "په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو سره سره، د هند په نیمه لویه وچه کې القاعده ډله په افغانستان کې له طالبانو سره د دوی په روزنه کې نږدې اړیکي لري."

پنټاګون وايي،طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دې پای ته رسولي.
پنټاګون وايي،طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دې پای ته رسولي.

راپور کې زیاته شوې، د هند په نیمه لویه وچه کې القاعده ډله د طالبانو د ټیټې درجې غړو سره د افغانستان حکومت د ضعیفولو لپاره همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څخه د څارنې ډلې هم د سلواغې په ۱۵مه په خپل راپور کې د طالبانو او القاعده ډلې ترمنځ د اړیکو څخه پرده پورته کړه.

د دې راپور پر بنسټ، له القاعده، داعش او یو شمېر نورو ډلو سره د طالبانو اړیکې پر خپل ځای دي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د القاعدې شبکې د یو شمېر غړو لکه په ابو محسن مصري مشهور حسام عبدالرووف او نورو وژل کېدل یې یو ثبوت دی.

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئیس احمد ضیا سراج هم د سلواغې په دېرشمه له یو شمېر خبریالانو سره په کتنه کې وویل، طالبان او القاعده ډله هم له یوه او بله سره اړیکې لري.

احمد ضیا سراج ویلي و، طالبان او القاعده ډله هم له یوه او بله سره اړیکې لري.
احمد ضیا سراج ویلي و، طالبان او القاعده ډله هم له یوه او بله سره اړیکې لري.

هغه زیاته ویلي و، نږدې ۳۰۰ القاعده وسله‌وال لا هم افغانستان کې شته چې له طالبانو سره سټراټېژیکې اړیکې لري.

د ملي امنیت عمومي رئیس دا هم ویلي و چې همدا اوس افغانستان کې له شپږ تر لس زره بهرني وسله‌وال شته چې د ختیځ ترکستان، د تاجکستان اسلامي غورځنګ، د ازبېکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین ډلو تر نوم لاندې جګړه کوي.

ښاغلي سراج د‌ دې ډلو د فعالیت موخه، منځني ختيځ ته د‌ جګړې لېږدول وبلل چې په خبره یې، افغان ځواکونو به د‌ دې کار اجازه ور نه کړي.

همدا‌ ډول د ملي امنیت عمومي ریاست د لړم په څلورمه اعلان وکړ چې د‌ غزني په اندړ ولسوالۍ کې یې د القاعده شبکې دوهم نمبر د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژلی دی.

ملي امنیت د دې شخص نوم ابو محسن مصري یاد کړ چې د هند په نیمه لویه وچه کې د القاعده خورا مهم قوماندان و.

یوازې دا نه، بلکې د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم نږدې دوه میاشتې وړاندې کندهار ته د سفر پرمهال ویلي و، القاعده او طالبان لا هم سره جوړ دي.

نوموړي وویل:"هغه ژمنه چې طالبانو کړې وه چې موږ ته وخت راکړئ چې شل نورې ترهګرې ډلې له افغانستان وباسوو، یو یې هم‌نه دی‌ عملي کړی. تاسې ولیدل چې د‌ القاعده ډلې درېيم نمبر مشر په غزني کې وموندل شو، دا ښیي چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي."

امرالله صالح هم ویلي و، القاعده او طالبان لا هم سره جوړ دي.
امرالله صالح هم ویلي و، القاعده او طالبان لا هم سره جوړ دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم دوه میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې د القاعده وسله‌والو پرهغو غړو یې د‌ هلمند په ناوې ولسوالۍ کې برید کړی چې طالبانو ته یې د جګړې او ماین جوړونې په برخه کې زده‌کړې ورکولې.

ملي دفاع وزارت د ‌دې کسانو شمېر ۱۵ تنه وښود او دا یې ویلي و چې په دوی کې د دې ډلې یو مهم قوماندان مسعود احمد هم شامل دی. هغه کس چې د‌ بهرنېو وسله‌والو د‌ ساتنې مسوولیت یې درلود.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم وایي، د القاعده او طالبانو اړیکې تر اوسه عادي دي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل:" د دوی په لیکو کې بهرني وسله وال په ځانګړي ډول القاعده شته. هېڅ داسې ثبوت نه‌شته چې وښيي دوی له القاعده او بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د ښاغلي اندړ په خبره، طالبان له القاعده ډلې سره ایډیولوژیک اړیکې لري او پرېکون يې ډېره لېرې خبره ده.

خو طالبان بیا دا ټولې ادعاوو ردوي.

په قطر کې د دې ډلې د‌ سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، له امریکا سره د ‌شوې هوکړې پر بنسټ، دوی له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي:

"د افغانستان د اسلامي امارات له‌خوا چې کومه ژمنه شوې وه چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي، هغه ژمنه په خپل ځای ده. "

ښاغلی محمد نعیم وایي، طالبان د سولې شوې هوکړې ته ژمن دي، خو دی هم پر افغان حکومت او امریکا تور لګوي چې ګنې د هوکړې ډېرې برخې یې نقض کړي دي خو جزئيات نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG