د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

افغانستان

کابل کې د 'امن او ثبات' کنفرانس پای ته ورسېد

کابل کې او ثبات' کنفرانس ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وینا
کابل کې او ثبات' کنفرانس ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وینا

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سیاستوالو دوه ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد.

دغه 'امن او ثبات' کنفرانس کې پر افغان چارواکو او سیاستوالو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو ګډون کړی و او د ډیورند دواړو غاړو ته د امن راوستو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د کنفرانس د دوهمې ورځې ویناوالو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم شامل و، دا چې ښاغلي غني څه ویلي، د سرحدونو وزارت د دفتر رئیس مجیب لحاظ‌یې په اړه وایي: "ولسمشر په خپلو خبرو کې د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د یوه داسې حالت په خاطر کار کوو چې هم په پښتونخوا کې او هم تر کرښې دې خوا ته امن، سوله او ثبات واوسي."

دغه کنفرانس د افغانستان د سرحدونو وزارت په کوربه‌توب جوړ شوی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ازادۍ جبهې کابل کې د طالبانو د دوو سرتېرو د وژنې او دوو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې

د کابل ولايت نقشه
د کابل ولايت نقشه

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې، د کابل په اتمه حوزه کې يې د طالبانو د استخباراتو پر موټر برید کړی.

دې ډلې بېګاه په یوه بیان کې ویلي، په قلاچې سیمه کې په‌دې برید کې یې د طالبانو د استخباراتو دوه سرتیري وژلي او دوه نوريې ټپيان کړي دي.

د ازادۍ جبهه وايي، چې د کابل پر هوایي ډګر د یک‌شنبې ورځې له توغندیز برید وروسته چې مسوولیت یې همدې ډلې منلی و، طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د کورونو پلټل پيل کړي.

د کابل یوشمېر اوسیدونکو هم د طالبانو د تالاشۍ خبره تایید کړې او وايي چې، د طالبانو ځواکونه په ځانګړې توګه د ښار د شمال په خیرخانه مېنه کې د خپلو مخالفانو لټه کوي.

د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌‌دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ډول خبرونه نه‌شي تاییدولی.

د طالبانو حکومت له الماتا سره د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزير نورالدين عزيزي
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزير نورالدين عزيزي

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر له قزاقستاني چارواکو سره په الماتا کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا او له همدې لارې چین ته د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پر امکاناتو خبرې کړي دي.

سنټرل ایشیا ټایمز او باختر اژانسونو پرون سه‌‌شنبه په‌‌دې اړه خپلو راپورونو کې لیکلي چې، دواړو لوریو یو بل ته د ویزو په ورکړه او نورو چارو کې د اسانتیاو په رامنځته کولو خبرې کړي دي.

د الماتا په‌دې غونډه کې چې د راپورونو له‌مخې وړمه ورځ جوړه شوې وه، د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان پلاوي مشري کوله او د قزاقستان له لوري د هغه هېواد د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین غونډه کې ګډون درلود.

قزاقستان تېره جون میاشته کې طالبان د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړل او الماتا کې یې د طالبانو ډیپلومات هم منلی دی.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د طالبانو له حکومت له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کړي دي.

حامدکرزي يوځل بيا د نجونو په مخه د ښوونځيو د خلاصېدو غوښتنه وکړه

پخوانی ولسمشر حامدکرزی
پخوانی ولسمشر حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له عامو افغانانو سره د خپلو لیدنو کتو په ترڅ کې دا ځل له یو ډله ځوانانو سره کتلي او له هغوی سره یې د زده‌کړو پر ارزښت خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي د سه‌شنبې په ورځ له ځوانانو سره په ناسته کې د پوهې په ګاڼه سمبال ځوانان د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللي او یوځل بیا یې د نجونو د ښونځیو په خلاصولو ټینګار کړی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

د نجونو پر تعلیم بندیز ته له نړیوالو غبرګونونو سره-سره د طالبانو حکومت تر اوسه په‌دې برخه کې د کوم پرمختګ خبره نه‌ده کړې.

د ښځو او نجونو حقونه که څه هم طالبان د افغانستان کورنۍ او دودیزه مسله بولي، خو نړیوالو ته بیا دا مهمه مسئله ده او په ظاهره له همدې کبله نړیوال د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته هم زړه نه ښه کوي.

د افغانستان تر ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبډله نن له ماکو سره سيالي لري

د افغانستان تر ۱۷ کلونو فوټبال لوبډله
د افغانستان تر ۱۷ کلونو فوټبال لوبډله

د افغانستان تر ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال لوبډله نن له ماکاو هېواد سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه چې د اسیا د ۲۰۲۵ کال د ۱۷ کلنو جام ته د مقدماتي سیالیو په ترڅ کې کېږي، د کابل په وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیلیږي.

افغانستان د دغو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې چې د کمبودیا په کوربه‌توب پيل شوي، فلیپین ته ۸ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.

طالبانو د کابل په يوشمېر سيمو کې کور په کور تالاشي پيل کړې

د طالبانو له لوري د کور په کور تالاشۍ يو مخکېنی انځور
د طالبانو له لوري د کور په کور تالاشۍ يو مخکېنی انځور

ځينې سرچينې وايي چې، طالبانو نن سه‌شنبه (د عقرب په لومړۍ نېټه) د کابل په ځينو برخو کې کور په کور تالاشي پيل کړه.

د خيرخانې سيمې يوه اوسېدونکي چې د امنيتي دلايلو له امله يې نه‌غوښتل نوم يې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، د خيرخانې او ۳۱۵ په سيمو کې د طالبانو له لوري کورونه پلټل شوي دي.

ځینو کورنیو رسنیو هم په‌دې اړه خبر ورکړی دی؛ خو طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل ښار او یوشمېر ولایتونو کې کور په کور تالاشي کړې وه.

دا ځل کابل کې کور په کور تالاشي، وروسته له هغې کېږي، چې لږ تر لږه د شنبې په شپه دوه راکټونه د کابل هوايي ډګر پر لور وتوغول شول.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې، د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې طالبانو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغې جبهې ادعا کړې، چې لومړی د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې برید د څو راکټونو په ویشتلو سره پیل شو او بیا د دغې جبهې د ښاري ډلې نفوذي برخې برید وکړ.

د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډيو ته د کابل پر هوايي ډګر د راکټي برید پخلی کړی، خو طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نن ماښام په ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې ليکلي، کور په کور تالاشي، د دې جبهې له‌خوا دوه شپې وړاندې بريد پورې اړوند ده او دا ادعا يې هم کړې چې د کابل په قلاچې سيمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر يې بريد کې د هغوی دوه غړي وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه‌شي تاییدولی.

د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداې نن په یوه خبر کې د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ ویلي دي چې، دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې نیټې به دوام لري.

یادې ادارې دا هم ویلي دي چې، ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبې جوګه نه‌‌دي، نو ځکه یې نه‌دي غوره کړي.

دوه نور افغان لوبغاړي صدیق اتل او نوراحمد چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ کې نه و، دې سیالیو ته رابلل شوي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت‌شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد‌نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

د ویلو ده چې د بنګله‌‌دېش پر وړاندې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دویمه د نومبر په ۹مه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي.

کرکټ؛ هانګ کانګ د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه.
د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه.

د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې افغان ابدالیانو خپله وروستۍ لوبه د ۵ وېکټو په توپیر د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالي چې د عمان په کوربه‌توب د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې وه افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.

په‌دې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق‌الله اتل مخکښ و، هغه ۵۲ منډې وکړې.

دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ په توپ اچونکو کې بیا انس خان ښه وځلېد چې ۶ افغان لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

یادې لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ او په‌‌دې سره یې د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

د هانګ کانګ لوبډلمشر نزاکت خان ۶۱ او بابر حیات بیا ۳۹ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان الف لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګله‌‌دېش الف لوبډلې ماتې کړې دي او له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.

د روان جام د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به څرګنده شي چې د اکټوبر په ۲۵مه نېټه افغان لوبډله له هندوستان او یا هم پاکستان سره نیمه پایلوبه لوبوي.

د ویلو ده چې د اسیا ایمریجنګ جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وي.

د افغانستان واليبال ملي لوبډلې تاجکستان ته خپله لوبه وبايلله

د افغانستان واليبال ملي لوبډله.
د افغانستان واليبال ملي لوبډله.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې له خپل سیالې تاجکستانۍ لوبډلې نه درې پر دوه ماتې وخوړه.

د منځنۍ اسیا د والیبال د سیالیو په دوام کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په خپله څلورمه سیالۍ کې نن سه‌شنبه د عقرب په لومړۍ نېټه د تاجکستان د والیبال له ملي لوبډلې سره په میدان کې لوبه وکړه.

تاجکستان دغه لوبه د درې پر دوه په توپیر سره وګټله.

دغه سيالۍ د ازبکستان د تاشکند په ښار کې د منځنۍ اسيا د شپږو ټيمونو په ګډون د زمري د مياشتې په ٢٧مه پيل شوې دي او د پنج‌شنبې په ورځ د سلواغې په درېيمه به پاى ته ورسېږي.

د طالبانو د احصايې اداره: سږکال افغانستان کې نږدې پنځه ميليونه ميټريک ټنه غنم توليد شوي

ارشیف: په افغانستان کې د غنمو د راټولولو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د غنمو د راټولولو له بهیره یو انځور

د طالبانو د حکومت د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي، سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات زیات شوي دي.

دې اداري په یوې خبرپاڼې کې چې نن یې خپره کړې ویلي، د غنمو په حاصلاتو کې یې د زیاتوالي په اړه دا معلومات د ریموټ سینسینګ یا له لرې د معلوماتو د راټولولو د ټیکنالوژۍ او سټلایت د عکسونو په وسيله راټول کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي او دا اندازه د تېر کال پرتله د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی ښيي.

پر وخت ورښتونه او په ځینو ځایونو کې د کوکنارو پر ځای د غنمو کر، د غنمو په حاصل کې د دې زیاتوالی سبب ښودل شوی.

د همدې ادارې په وینا د غنمو په حاصلاتو کې د دې زیاتوالي سربېره سږ کال لا هم افغانستان شاوخوا د دوه میليونه میټریک ټنه غنمو واردولو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې WFP یا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه کم ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې دا مهال د درې میليونو څخه د زیاتو ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه افغانان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

افغان ابدالیانو د هانګ کانګ لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او هانګ کانګ د لوبې يو انځور
د افغانستان او هانګ کانګ د لوبې يو انځور

د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې نن سه‌شنبه د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د افغانستان الف لوبډلې د هانګ کانګ له ملي لوبډلې سره سیالي پیل کړې ده.

دغه سیالي چې د عمان په کوربه‌توب د افغانستان په وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې ده، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې ونه کړای شول چې پوره شل اورونه ولوبوي، ټوله لوبډلې یې په ۱۹.۵ اورونو کې وسوځېده او ۱۳۱ منډې یې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې یو وار بیا صدیق اتل نیمه سلیزه ووهله او ۵۲ منډې یې وکړې.

په نورو توپوهونکو کې کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې وکړې.

د هانګ کانګ لپاره په توپ اچونه کې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي انس خان ښه وځلېد، چې په ۳.۵ اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې او ۶ لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبډله له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده، خو تر دې لوبې وروسته به څرګنده شي چې په اول یا هم دویم مقام کې پاتې کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG