د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

یورو اېشیا: په افغانستان کې د بایډن طرحه، اوس یا هېڅکله


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • یورو اېشیا

یورو اېشیا خپرونې د افغانستان دولت ته د جو بایډن د ادارې د وروستي لیک په اړه یوه مقاله خپره کړې چې نوم‌‍یې دی، "په افغانستان کې د بایډن طرحه، اوس یا هېڅکله".

د جو بایډن نوې ادارې بالاخره د افغانستان لپاره خپل پروګرام اعلان کړ او د افغانستان مسئله له هغه ځایه تعقیبوي چې پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېښې وه.

د خپرونې په لیکنه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان دولت ته په یوه لیک کې خپله طرحه وړاندې کړې چې د امریکا په باور د افغانستان د سولې په ټپه ولاړ بهیر د ګرندي کېدو سره مرسته کولای شي.

دا پروګرام به څلورو پړاوونو کې ترسره کېږي.

یورو اېشیا لیکي، په دې لیک کې د لومړني پړاو په توګه د یو شمېر هېوادونو لکه روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه یاده شوې چې د ملګرو ملتونو په بلنه به ترسره کېږي او د افغانستان د سولې بهیر په اړه به خبرې کوي.

په دې مقاله کې په ترتیب سره د سولې موافقې د طرحې، په ترکیه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مشرانو ترمنځ په لوړه سطح خبرې او په ۹۰ ورځو کې د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیزونه د نورو پړاوونو په توګه یاد شوي دي.

یو شمېر افغان چارواکو په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لحن امرانه ګڼلی.

په لیک کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو او هغې طرحې ته اشاره شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنکټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې کړې.

افغان چارواکو سره له دې چې په دې لیک کې د نورو پړاوونو په اړه ډېر توضیحات نه‌دي ورکړي، خو د موقت حکومت طرحه‌یې په کلکه رد کړې ده.

یورو اېشیا خپرونه لیکي، که څه هم هند په دې خوښ دی چې د سیمې د هغو هېوادونو د یوه غړي په توګه رامخته کېږي چې د افغانستان برخلیک ټاکي، خو خپرونه لیکي احتمال لري چې د امریکا متحده ایالاتو د وړاندې شوې طرحې سره په یوه ساده دلیل قانع نه‌شي، ځکه موقت حکومت یا د واک په وېش کې به طالبانو ته هم یوه برخه ورسېږي او دا هغه ډله ده چې د پاکستاني پوځیانو سپارښتنې ته غوږ دي. د ډهلي له نظره دا مسئله تل د نه‌منلو وړ وه او وي به.

یورو اېشیا وړاندې لیکي، هغه وخت رارسېدلی چې د امریکا متحده ایالات هم دا موضوع درک کړي.

  • کرکټ ټایمز

د کرکټ ټایمز ورځپاڼې، د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د پنجشنبې ورځې د ټېسټ لوبو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې حشمت‌الله شهیدي د افغانستان لومړنی بېټسمن دی چې په یوه ټېسټ لوبه کې یې ۲۰۰ امتیازه ترلاسه کړي.

دغه ۲۶ کلن لوبغاړی د پنجشنبې په ورځ په شېخ زاید لوبغالي کې د زېمبابوې لوبډلې پر وړاندې دا بریا خپله کړې ده.

د کرکټ ټایمز په لیکنه، تر هغه وروسته د افغانستان د کرکټ ټیم کپټان اصغر افغان تر ۱۵۰ ډېرې منډې کړې دي.

دغو دوو لوبغاړو ۳۰۷ منډې جوړې کړي او د زېمبابوې لوبډله‌یې حیرانه کړه.

کرکټ ټایمز لیکي، د افغانستان د کرکټ لوبډلې د زېمبابوې پر وړاندې په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې ماته خوړلې وه، خو په دوهمه لوبه کې یې لویه بریا درلوده.

XS
SM
MD
LG