د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د جمهوري ریاست د لوړې لومړۍ کلیزه؛ د اشرف غني څومره ژمنې عملي شوي؟


جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې پر مهال
جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې پر مهال

د مارچ نهمه/ د کب ۱۹، نن د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوهمې دورې د لوړې له لومړۍ کلیزې سره برابره ده.

تېر کال ښاغلي غني په همدې ورځ د جمهوري ریاست د لوړې په مراسمو کې ملت سره ګنې ژمنې وکړې او ځان‌یې د هغو په پلي کېدو مکلف وباله. د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالب زندانیانو خوشې کول، د بین‌الافغاني خبرو پیل، له فساد سره غوڅه مبارزه، د صادراتو زیاتوالی، په وزارتونو او ادارو کې د سرپرستۍ ختمول او د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخو کې پانګونه، د ښاغلي غني مهمې ژمنې وې.

ښاغلي غني دغه‌شان ژمنه وکړه چې افغانستان به د اسیا په اقتصادي څلورلارې بدل کړي.

خو دغه ژمنې څومره عملي شوي او ښاغلی غني ورته څومره ژمن پاتې شوی دی؟

په یوه ورځ د ولسمشرۍ دوه لوړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبره کوي.

د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۸،۵۰۰ ملکیان قرباني شوي او په هدفي وژنو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ د مقناطیسي او د سړک غاړو ماینونو چاودنې، هدفي وژنې او راکټي او هوايي حملې د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي عمده لاملونه ګڼي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "د وروستي کال په قربانیانو کې ۲،۰۱۹ ماشومان او ۸۴۷ ښځې شاملې دي چې ۳۳۰ یې وژل شوي اور نور یې ټپیان دي، نو ویلي شو چې قربانیان زیات شوي او دا لړۍ روانه ده."

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د ښاغلي غني کابینه د ده د لوړې له مراسمو اووه میاشتې وروسته ملي شورا ته وپېژندل شوه چې د ۱۹ وزیرانو له ډلې څلورو وزیرانو او د مرکزي بانک رئیس د یادې شورا باور خپل نه‌کړ او تر اوسه په خپلو څوکیو د سرپرستو په توګه کار کوي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړي عظیم کبرزاني ازادي راډیو ته وویل، د جمهور رئیس له ژمنو سره سره، اداري فساد ډېر شوی دی.

ښاغلی کبرزاني زیاتوي: "که پرتله وکړو، د پروسږکال د میزان میاشتې په نسبت فساد کم شوی نه‌دی او د سرپرستۍ لړۍ لا روانه ده. څه چې مهم دي هغه دا دی چې موږ باید شعار نه، بلکې عمل وکړو او د فساد له عاملینو سره جدي مبارزه وکړو."

د ښاغلي غني بله ژمنه اقتصادي وده او د هېواد د صادراتو پراختیا وه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د کرونا له ستونزې سره سره په دغه کال کې، د هوايي دهلېزونو شمېر، ترانزیټي لارې او د اورګاډي پټلۍ پراخې شوي او افغانستان‌یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ونښلاوه.

د هرات-خواف رېل پټلۍ پرانیست غونډه
د هرات-خواف رېل پټلۍ پرانیست غونډه

د هېواد په لوېدیځ کې د هرات-خواف د اورګاډي د پټلۍ پرانیسته، د ښاغلي غني عمده لاسته راوړنه ده.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر فواد احمدي وايي: "د هوايي دهلېزونو شمېر، ترانزیټي لارې او د اوسپنې پټلۍ افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل کړ، ۱۱ صنعتي پارکونه ګټې اخیستنې ته تیار شول، تولیدي فابریکې ډېرې شوې او پانګونې په‌کې څو برابره ډېرې شوي."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل، پر پوهنې او لوړو زده‌کړو به ډېره پانګونه وکړي، خو دا په داسې حال کې ده چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې د ښوونځیو د تړلو له امله ډېری ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شول.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین د یو شمېر ښوونځیو تړل مني، خو وايي په ناامنو سیمو کې به د وضعیت له ښه کېدو سره ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت وايي، په لیرې پرتو سیمو کې ۷۰۰ ښوونځي جوړ شوي او په وروستي کال کې ۱۲،۲ ملیونه کتابونه چاپ شوي دي.

دا وايي: "۷۰۰ زده‌کوونکي نوي جذب شوي چې د کرونا له ستونزو سره سره یو لوی شمېر دی، په ټول هېواد کې کابو ۹.۷ ملیونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۳۸ سلنه‌یې نجونې دي."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان د لاسلیکولو پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان د لاسلیکولو پر مهال

جمهور رئیس غني د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان د دې لپاره لاسلیک کړ چې افغانستان سولې ته ورسېږي.

خو له دې سره سره د کال په تېرېدو سره تاوتریخوالی کم نه‌شو او بین‌الافغاني مذاکراتو هم نتیجه ورنه‌کړه.

تر ډېره په افغانستان کې د جګړې شدت او تېر کال کې د کرونا وبا د ځینو لویو ژمنو د نه‌عملي کېدو لاملونه بلل کېږي. هغه وبا چې د افغانستان په شمول د نړۍ لسګونه هېوادونه‌یې سخت وځپل.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي غني او عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې وړاندیز کړی چې د سولې مذاکرات باید ګړندي او نتیجه‌یې سوله شي.

په دغه لیک کې لیکل شوي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو سازمان نه غواړي چې د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو، د امریکا د ځانګړي استازي، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د استازو په ګډون دې یوه نړیواله ناسته د افغاانستان د سولې په اړه جوړه شي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه لیک محتویات امرانه، عجولانه وګڼل، د انتقالي حکومت جوړول‌یې ننګین عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې هېڅکله به دغه ننګینه طرحه لاسلیک نه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG