د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په افغانستان کې د کرونا ویروس یو کلن بهیر؛ اوس افغانستان په کوم وضعیت کې دی؟


د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د اخته ناروغ د درملنې بهیر
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د اخته ناروغ د درملنې بهیر

په افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبت یو کال وشو. د دغه ویروس لومړۍ پېښه د ۱۳۹۸ کال د حوت په پنځمه، د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې ثبت شوه.

په افغانستان کې وحید لومړی کس و چې د ایران قم ښار ته له تلو وروسته په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شو.

هغه د هرات په حوزوي روغتون کې له دوه میاشتې درملنې وروسته روغ شو، خو اوس د امنیتي ستونزه له امله نه‌غواړي چې بیاځلې مرکه وکړي.

په هرات کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبت وروسته، دغه ولایت کې د کاروبار له خرابېدو سره د روغتیا پالانو ترمنځ د کرونا ویروس د درملنې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي وېره رامنځته شوه.

د هرات حوزوي روغتون انتاني برخې مسؤل عبدالمتین نبی‌زی ترکی وایي، حتی ډاکترانو درملنه نه‌شوی کولای او کرونا روغتیایي سکټور له سختې ننګونې سره مخ کړی و.

ښاغلی ترکی زیاتوي: "کله چې د کرونا ویروس لومړی پېښه ثبت شوه، د هرات او ټول افغانستان خلک وارخطا شوي وو او په هغه ورځ چې تثبیت او د روغتیا وزارت‌یې اعلان وکړ، حتی خلکو خپل دکانونه وتړل او ډاکتران هم وارخطا ول. تر دې چې ځیني ډاکتران دې ته چمتو نه‌ول چې له موږ سره کار وکړي، موږ په کمو امکاناتو سره خپل ناروغان بستر او د دوی درملنه مو وکړه."

ډاکتر محمد ابراهیم بسیم
ډاکتر محمد ابراهیم بسیم

د هرات حوزوي روغتون انتاني برخې مسؤل میر ابراهیم بسیم د افغانستان په کچه د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تثبیت کړه، خو خپله له کرونا سره مبارزه کې بریالی نه‌شو او ومړ.

ډاکتر بسیم، په داسې شرایطو کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تشخیص کړه چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره‌یې کم امکانات درلودل.

د هرات حوزوي روغتون انتاني برخې ډاکتر فرهاد صارم وایي، که ښاغلی بسیم د کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې نه‌وی درېدلی، له دې ناورین سره مبارزه به سخته وه.

ښاغلی صارم وايي: "ښاغلی بسیم یو نه‌تکرار کېدونکي څېره وه او د شاګردۍ ویاړ یې لرم، همدا اوس چې د هغه نوم اخلم خبرې نه‌شم کولای هغه داسې کس و چې د خلکو لپاره‌یې ځان قربان کړ، د افغانستان په طبابت کې اتل انسان و."

په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له چټکوالي سره، د افغان کډوالو په منځ کې وېره رامنځته شوه او هېواد ته راستانه شول.

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست شمېرې ښیي چې په ایران کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبت ورروسته دوه میاشتو کې یوازې د اسلام‌قلعه پولې له لارې څه د پاسه يو لک افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات اسلام‌قلعه بندر کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د موندلو لپاره له ایرانه د راستانه شویو کډوالو لومړنۍ معاینه
د هرات اسلام‌قلعه بندر کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د موندلو لپاره له ایرانه د راستانه شویو کډوالو لومړنۍ معاینه

له دې سره د افغانستان یو شمېر لوی ښارونه قرنطین او د بې‌وزلۍ کچه په بې‌ساري توګه لوړه شوه.

د افغانستان د روغتیایي مسؤلینو شمېرې ښیي چې په تېر یو کال کې څه د پاسه ۵۵ زره افغانان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې شمېر ۲،۴۰۰ مړه شوي دي.

خو ډېری افغانان چې په کرونا ویروس اخته شوي روغتیایي سکټور کې د بېروبار له امله د کرونا ویروس د تشخیص لپاره روغتونونو او لابراتورونو ته نه‌دي تللي.

د هرات اوسېدونکي امیر محمد، 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتون کې د ناروغانو د بسترونو د ختمېدو له امله کرونا په کور کې تېره کړه.

دی وايي: "کرونا مو چې لرله، وضعیت ډېر خراب و، ما روغتون ته مراجعه وکړه، خو ځای یې نه‌درلود چې د ځان درملنه وکړم، نو کور ته لاړو هلته مو د ځان درملنه وکړه، په کور کې مې اکسیجن کاراوه ډېر بد حالت مې درلود، شکر دی چې بېرته روغ شوم."

خو ورو ورو افغانستان کې د روغتیایي بنسټ امکانات ډېر شول او د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې په برخه کې د ډاکترانو تجربې ډېرې شوې.

په کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي روغتون افغان جاپان کې په کرونا اخته ناروغانو ته د ډاکترانو سپارښتنې
په کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي روغتون افغان جاپان کې په کرونا اخته ناروغانو ته د ډاکترانو سپارښتنې

اوس افغان حکومت د کرونا ویروس واکسین ته د زمینې برابرولو په حال کې دی.

په دې وروستیو کې د هند له‌خوا د جوړ شوي واکسین لومړۍ محموله افغانستان ته رسېدلې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي، ۲۵۰ زره کسان به د کرونا ویروس واکسین ترلاسه کړي، خو لومړیتوب به روغتیایي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او د رسنیو کارکوونکو ته ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهر وویل: "موږ له هندوستان څخه ۵۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې په شکل ترلاسه کړ، دا به ۲۵۰ زره کسانو باندې تطبیق شي او خپل قانوني مجوز یې د روغتیا نړیوال سازمان څخه ترلاسه کړی، د واکسین د تطبیق په پلان کار روان دی چې ان‌شاءالله تطبیق به شي."

له افغانستان سره د هند له لوري د کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین
له افغانستان سره د هند له لوري د کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین

اوس‌مهال، ډېری افغانان کرونا ویروس جدي نه‌ګڼي او روغتیایي سپارښتنې چې ماسک اچول او د خلکو په منځ کې ټولنیز واټن دی، په پام کې نه‌نیسي.

د افغانستان روغتیایي مسؤلین بيا د تل په څېر د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه پر روغتیایي سپارښتنو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG