د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د واکسین نړیواله ټولنه افغانستان ته د کووېډ- نولس ۳ میلیون ډوزه واکسین ورکوي


ارشیف، د کرونا ضد واکسین
ارشیف، د کرونا ضد واکسین

افغانستان به تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې، د کرونا ویروس پر وړاندې درې میلیونه ډوزه واکسینونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا واکسینونه د واکسین د نړیوالې ټولنې د ۱۶ میلیونه واکسینونو د مرستې یوه برخه ده چې د دې هېواد لپاره په پام کې نیول شوي.

د دې وزارت د کتلوي معافیت مشر غلام دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل چې د واکسین نړیوالې ټولنې د واکسینونو د عادلانه ویش د اصل له مخې په لومړي پړاو کې د افغانستان ۸ میلیونه وګړو ته واکسینونه په پام کې نیولي دي.

ښاغلي نظري وویل چې د دې واکسینونو درې میلیونه ډوزه به د اپریل میاشتې تر پایه افغانستان ته را ورسېږي.

نظري زیاته کړه: "، خو ویلي یې دي چې دا نېټه د بدلېدو وړ ده او لا یې وروستۍ نېټه نه ده مشخصه شوې. دا به دوه ځلي موږ ته را واستول شي چې لومړۍ بسته به یې ۱.۳ میلیونه او دوهمه هغه به یې ۱.۷ میلیونه ډوزه وي."

افغان چارواکي وايي د ۱۶ میلیونه واکسینونو له ډلې نه درې میلیونه یې د اپریل میاشتې تر پایه را رسېږي
افغان چارواکي وايي د ۱۶ میلیونه واکسینونو له ډلې نه درې میلیونه یې د اپریل میاشتې تر پایه را رسېږي

ښاغلي نظري څرګنده کړې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د نړیوال سازمان او د اتلانتا د روغتیایي ادارې د سپارښتنو له مخې د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق لپاره عملیاتي پلان برابر کړی.

هغه ویلي چې د دې پلان له مخې هغه کسان مشخص شوي چې په لومړي سر کې به واکسین ورته ورکول کېږي.

د هغه په خبره، په لومړي پړاو کې به روغتیایي کار کوونکي، په دوهم پړاو کې استادان او محصلان او په همدې ترتیب بندیان او له ۵۰ کلونو نه ډېر عمر لرونکو ته به د کرونا واکسینونه ورکړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس د تطبیق ټول پړاونه به د دې وزات له خوا مدیریت شي.

د دې وزارت چارواکو همدا راز څرګنده کړې چې اوس مهال د افغانستان ۶۰ سلنه وګړو ته د کرونا ویروس پر ضد واکسین په پام کې نیول شوی.

دې وزارت ویلي چې د دې واکسینونو ۲۰ سلنه د واکسین د نړیوالې ټولنې له خوا او ۴۰ سلنه یې هم د نړیوال بانک، د اسیا د پراختیایي بانک او د 'ای، ار، پي، اېس' سازمان له خوا برابریږي.

XS
SM
MD
LG