د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

"افغانستان ته تر راتلونکو ٦ میاشتو د کرونا ضد واکسین رارسېږي"


هند کې جوړ شوى د کوېډ١٩ ضد واکسین
هند کې جوړ شوى د کوېډ١٩ ضد واکسین

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې کرونا ضد واکسین ته لاسرسۍ ومومي.

ټاکل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې افغانستان د کرونا ضد واکسین ته لاسرسى پیدا کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې تر شپږو میاشتو پورې له دې هېواد سره ۵۰۰۰۰۰ دوز واکسین مرسته وکړي.

د دغه وزارت په وینا د هند ترڅنګ نړېوال بانک به د افغانستان ٢٠ سلنه د اړتیا وړ واکسین برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وويل: "هند ژمنه کړې چې افغانستان ته به د کرونا واکسین ورکړي خو دا واکسین به هغه مهال افغانستان واستول شي چې کله د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا واکسین تایید کړي. له هغه وروسته به واکسین افغانستان ته ولېږدول شي. د دي ترڅنګ نړیوال بانک ویلي چې دوی به افغانستان ته شل سلنه واکسین چمتو کړي، نو په دې اساس موږ به په شپږو میاشتو کې واکسین نه لاسرسی پیدا کړو."

دغه وزارت وايي، له افغانستان سره د پخوانیو ژمنو پراساس، د کوواکس نړیواله ټولنه، چې افغانستان پکې غړیتوب لري ، شل سلنه واکسین برابروي.

همدارنکه د آسیا پراختیايي بانک هم ژمنه کړې چې د ٢٠ سلنه وګړو لپاره به واکسین برابر کړي.

افغانستان به ٢٠٢١ په نیمایې او د ٢٠٢٢کال تر پایه دغو واکسینو ته لاسرسۍ ومومي.

د روغتیا وزارت وايي، چې په لومړي ګام کې به دغه واکسین هغو ډاکټرانو اوروغتیایې کارکوونکو ته ورکړل شي کوم چې د کوېډ١٩ ناروغانو د ژغورلو لپاره په سره کرښه کې دي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي کس جسد د لېږدولو پرمهال
په افغانستان کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي کس جسد د لېږدولو پرمهال

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د کرونا ۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او یو تن له دې امله په کابل کې مړ شوی.

له هرات وروسته کابل دویم ولایت دی چې د کرونا شمېر په کې زیات دی.

د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس شمېرې ۵۵ زرو او ۸ تنو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG