د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

افغان چارواکي: د "کوېډ١٩" د نوې بڼې د راتلو په اړه اندېښمن يو


په افغان جاپان روغتون موظف ډاکتر د کرونا ویروس د ازمايښت پر مهال
په افغان جاپان روغتون موظف ډاکتر د کرونا ویروس د ازمايښت پر مهال

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد ته د کرونا ویروس د نوي ډول راتلو په اړه اندېښمن دي او له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په خاطر د جدي تدابیرو د خبر ورکولو ترڅنګ وایي چې، د دې ویروس د دوهم ډول تشخیص لپاره تجهیزات نه لري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس دوهم ډول ګاونډیو هېوادونو ته را رسېدلی دی.

هغې زياته کړه: "اوس نړۍ کې د کرونا ويروس دوهم ډول خپور شوی، چې تر هند او پاکستانه رسېدلی دی. نو همدې لپاره له خلکو مو غوښتنه دا ده چې چې سفرونه کم کړي څو هېواد ته د دې ویروس نوی ډول له انتقال څخه مخنیوی وشي."

د عامې روغتیا وزارت اندېښمن دی چې وروستۍ یوې اونۍ کې د کرونا ويروس دوهمې څپې له امله مړینه زیاته شوې نو دغه وزارت وايی چې باید خلک روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړې.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان دولت له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې په بهرنیو مرستو ولاړ دی.

د هېواد دننه ځیني نیوکې مطرح شوې چې دا مرستې په ښه توګه نه کارول کېږي.

د افغان دولت رسمي راپورونو هم دا مسئله تر یو ځایه منلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې دمه دوه وزیران او روغتیایي چارواکي له دندو ګوښه کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران هم د کوېډ١٩ ناروغۍ د چټکې پراختیا او د دې ناروغۍ د لا خپردو د مخنيوي د مدیریت په څرنګوالي نیوکې کوي.

ډاکټر پرویز اقبال د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو ټینګار کوي.

اقبال زياته کړه: "له بده مرغه هغه کیټونه چې د دې ډول لپاره جوړ شوي د تشخیص امکانات نه لري، د کرونا دوهمه څپه ډیره خطرناکه ده، هغه خلک چې زاړه دي د زړه، شکر او تنفسي ناروغۍ لري ، کوښښ دې وکړې چې تل ماسک وکاروي، لاسونه په صابون پرېمنځي او خپل پاکوالی په پام کې ونیسي."

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا ویروس د خپریدو څخه تر دې دمه ۲.۲زره کسان ازمایښت شوي چې له دې ډلې ۵۲۷۰۶یې مثبت، ۲۲۲۲ مړه او ۴۲۲۹۱ کسان بېرته ترې روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG