د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د افغانستان د ښوونځیو حضوري زدکړو پیل په اړه بېلابېل غبرګونونه


لوګر کې د یوه ښوونځي زده کوونکي- 28 May, 2019
لوګر کې د یوه ښوونځي زده کوونکي- 28 May, 2019

یو شمېر افغان زده کوونکي او ښوونکي د ښونځیو بیا پیل ته خوښ دي.

دوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، سره له دې چې کرونا ویروس اوس هم یو جدي ګواښ دی خو د حکومت له لوري د ښونځیو بیا پیل ښه ګام دی.

د افغانستان کابینې په خپلې یو تازه پرېکړه کې د راتلونکي اوونۍ د شنبې له ورځې څخه په ټول افغانستان کې د ښونځیو د حضوري زدکړو پیل طرحه تایید کړه.

خو د کابینې دې پرېکړې ته ډول ډول غبرګونونه وښودل شول.

یو شمېر زده کونکي او ښوونکي دغه ګام ستايي.

په کابل کې د امنه فدوي ښوونځي دوه زده کوونکي عبدالرازق او سمیع الله له حکومت له دې پرېکړې ملاتړ کوي.

عبدالرازق وویل: "زه درېیم ټولکي کې شوم، خپلو ښونځي پسې ډېر خفه شوی یم، د کرونا ویروس څخه ډارېږو، خو ښوونځي باید پیل شي."

دغه راز سمیع الله وايي: " ډېر زیات خوشحاله یم چې ښوونځي پیل شول، د کرونا ویروس له امله ښوونځي نه و پیل شوي اوس چې پیل کېږي ډېره خوشحاله یم، قرنطین باید مراعت کړو، ماسک وکارو، فاصله مراعت کړو او د ځان ساتنه وکړو."

د دې ښوونځي یوه ښوونکي زرغونه بیا سره له دې چې د ښوونځي پرانیستو ته خوښه ده خو وايي، له کرونا ویروس وېرېږي.

هغه زیاتوي: "خوشحاله یو چې ښوونځي بېرته پیل شول، خو د کرونا ویروس څخه اوس هم وېره شته، موږ باید قرنطین جدي ونیسو او ځان ته جدي پاملرنه وکړو."

یو شمېر کورنۍ هم له دې امله چې یو ځل بیا د کرونا ویروس د لا خپرېدو ګواښ شته او هوا مخ په سړېدو ده د ښوونځیو بیا پیل ته اندېښنه لري.

روزمري داوود چې د څلورو اولادونو مورده وايي، د کرونا ویروس له وېرې خپل ماشومانو ښونځي ته نه پرېږدي.

هغه وايي: "موږ خبر شوي یو چې د لومړنیو ټولګو درسونه د شبنې په ورځ بېرته پیل کېږي، دغه خبر موږ په اندېښنه کې کړي یو، د دې لپاره چې کوچنیان ځان ته پام نشي کولای، هوا هم مخ په سړېدو ده او ژر ناروغان کېږي، دا یو ښه ګام نه دی، ښه به دا وه چې دغه درسونه له نوي کال څخه پیل شوي وای."

خو د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریې نزهت دې غبرګونونو ته په ځواب کې وايي چې د طرحې په جزییاتو کار روان دی.

نوریه نزهت
نوریه نزهت

اغلې نزهت بیاد زده کړو د څرنګوالي په اړه وايي: "دا چې له موږ څخه په قرنطین کې ډېر وخت ضایع شو نو موږ و پتېله چې یو شمېر مضمونونه کم کړو او ځینې یې د یو بل سره مدغم کړو، د دې ترڅنګ په درسي ساعتونو کې هم زیاتوالی راغلی چې په دې سره به کولای شو چې د قرنطین موده جبران کړو.‎"

نوموړې وايي، چې په دغه پرېکړه کې د مرکز او ولايتونو ټول ښوونځي شامل دي.

مخکې تر دې د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي و چې په ښوونځیو کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لا امله روغتيايي سپارښتنې په پام کې نیول کېږي او دوی ترې څارنه کوي.

ازادي راډیو چې بیا په خپلو راپورونو کې د یولسمو او دولسمو ټولګیو له زده کونکو سره چې زده کړې یې مخکې پیل شوې وې خبرې کړې وې یو شمېرو په خپلو ښوونځیو کې د زده کوونکو له خو د روغتیايي سپارښتو د مراعتېدو ویلي و خو یو شمېرو بیا ویلي و چې په پام کې نه نیول کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان کابينې د پوهنې وزارت د غوښتنې پر بنسټ د روان کال د سنبلي مياشتې په ۱۵مه نېټه د دولتي ښوونځيو په يوولسم او دوولسم ټولګيو او د خصوصي ښوونځيو ټولو ټولګيو کې د حضوري زده‌کړو د پیل اجازه ورکړې وه.

په افغانستان کې د ښونځیو بیا پیل داسې مهال دی چې د تېر لمريز کال د کب په مياشت کې له کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې پرېکړه کړې وه چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې دې حضوري زده‌کړې د کرونا ويروس د لا خپرېدو له امله ودرول شي.

XS
SM
MD
LG