د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

افغانستان کې به ښوونځي د زمري میاشتې تر ۱۵مې تړلي وي


په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټه
په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټه

په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې دولتي او خصوصي ښوونځي د زمري یا اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې همداسې بند پاته شي.

د پوهنې وزارت وايي، له دې نېټې وروسته د ښوونځیو پرانیسته په دې پورې تړلې چې د هېواد عمومي روغتیایي وضعیت څنګه ارزول کېږي.

عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د وضعیت په اړه یوه سروې پيل کړې چې پایلې به‌یې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان شي.

پوهنې وزارت که څه هم زده‌کوونکو ته د ټلوېزیون، راډیو او انلاین لارو د مجازي زده‌کړو لړۍ مخته وړي، خو ډېر زده‌کوونکي د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله ترې بې‌برخې دي.

XS
SM
MD
LG