د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

تېر ۲۴ ساعته لسګونه افغانان په کرونا ویروس اخته شوي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ مشکوکي پیښې ارزول شوي چې له دې ډلې ۱۴۱ یې مثبتې دي.

د دې وزارت د رسمي شمېرو له مخې په یاده موده کې په کرونا ویروس اخته ۲۰ کسان مړه او ۳۵۹ نور بیا بېرته ترې روغ شوي دي.

په روغتون کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي کس جسد. ارشيف
په روغتون کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي کس جسد. ارشيف

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وايي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ پیښې ارزول شوي چې له دې ډلې ۱۴۱ یې مثبتې پېښې دي، په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۶۷۷ ته رسېږي."

په افغانستان کې د کرونا ويروس د دوهمې څپې په پیل سره د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت محدودیتونه سخت کړي او د روغتیایي سپارښتونو په پلې کولو باندې یې ټېنګار کړی دی.

دغه وزارت په دولتي ادارو کې د کارکونکو د شمېر کمولو طرحه هم کابینې ته وړاندې کړې، چې د یادې طرحې په پلې کېدو سره به ۵۰ سلنه دولتي کارکونکي له خپلو کورونو کار کوي.

خو د افغانستان کابینې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان حج او اوقافو وزارت وایي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف یې په پلازمېنې او ټولو ولایتونو کې د قاتحو سالونونه تړلي او جوماتونو کې یې هم اخیستل منع کړي دي.

د دې وزارت د جوماتونو مشر فضل کریم سراجي ازادي راډیو ته وویل: "البته تر دې دمه موږ ته د عامې روغتیا وزارت لخوا رسمي مکتوب نه دی رسېدلی، خو د وزیر صیب سپارښتنې ته په کتو مو د مرکز او ولایتونو امامانو ته هدایت ورکړی چې په جوماتونو کې فاتحې ونه نیسي او دا پلى شوی هم دی."

افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو تر اوسه تولې ۵۰ زره ۶۷۷ پېښې ثبت شوي،چې له دې شمېر ۲۰۷۴ کسان مړه شوي او ۳۹زره ۱۵۸ نور بیا له یاد ويروسه بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ویروس ډيری پېښې کابل او هرات او تر ټولو کمې بیا نورستان، ارزګان او سرپل ولایت کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG